په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازی مایک والتز پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته د هغه هیواد وضعیت ډیر (ستونزمن) بولي او وایي چې د طالبانو سیاستونه ددې لامل شوي چې یاد هیواد له انساني او اقتصادي کړکیچ سره مخ شي.
ښاغلي والتز دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ (مارچ ۹) د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه په جوړه شوې غونډه کې وکړې. هغه وویل طالبانو په افغان میرمنو او نجونو شدید محدودیتونه وضع کړي دي.
والتز له افغانستان سره د نړیوالو تعاملاتو او مرستو د اغیزمنتیا او دقیقې ارزونې په ټینګار سره وویل د یوناما د ماموریت بودیجه د نړۍ د سیاسي ماموریتونو ترمنځ تر ټولو لویه بودیجه ده.
د یوناما څلور میاشتینی راپور
په افغانستان کې د یوناما مشرې جورجیت ګانیون وویل افغانستان په یو وخت کې له څو کړکیچونو سره مخ دی او سیمه ایزه بې ثباتي کولی شي چې دا هیواد ډیر ژر د پاشل کیدو په لوري بوځي.
ګانیون د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سیاسي او بشري وضعیت په اړه د خپل څلور میاشتیني راپور د وړاندې کیدو پرمهال وویل: «له پاکستان سره نښته درانه انساني او اقتصادي زیانونه لري» او په پولو کې د افغانستان وضعیت کړکیچن شوی دی.
میرمن ګانیون وايي چې له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان انزوا د اقتصادي ځانبسیایني، له ترهګرۍ سره د مبارزې، بشري حقونو او ثبات په برخو کې د پرمختګ په وړاندې اصلي خنډ ګڼل کیږي.
میرمن ګانیون همدارنګه په تیرو څلورو کلونو کې پرمختګونو ته اشاره وکړه چې د تریاکو د کښت د منع کیدو دوام، لویي بنسټیزې پروژې او افغانستان ته د میلیونونو افغانانو د ستنېدو په ګډون مسایل پکې شامل دي.
د یوناما مشري د نجونو پر تعلیم او د میرمنو په ټولنیزو کارونو د طالبانو د محدودیتونو د دوام په غندولو سره وویل چې طالبان باید په ملګرو ملتونو کې د میرمنو په کار او د نجونو پر زده کړو محدودیت لغوه کړي. هغې وویل له پاکستان سره باید خبري له سره پیل شی څو ملکي وګړي خوندي شي او له ټولنې سره د افغانستان د بیرته ستنېدو زمینه مساعده شي.
جورجیت ګانیون د ملګرو ملتونو د امینت شورا له غړو هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان د پرمختګ د بهیر ملاتړ ته دوام ورکړي.
د نړۍ او سیمې د هیوادونو غبرګونونه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې غونډه کې اکثرو ګډون کوونکو هیوادونو په افغانستان کې د نجونو او میرمنو په بشري وضعیت اندیښنه وښوده او کار او تعلیم ته یې د میرمنو او نجونو په لاسرسي ټینګار وکړ.
کونګ افغانستان د بشري پراختیا، د ترهګرۍ سره د مقابلې او د بشري حقونو په شان ننګونو سره مخ وباله. نوموړي وویل اوسمهال په افغانستان کې له ۲۲ میلیونو څخه ډیر کسان بشري مرستو ته ضرورت لري. د چین دغه استازي د ملګرو ملتونو له ملاتړو هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان سره خپلې مرستې زیاتي کړي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی واسیلي نیبینزیا له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې په معنی داره تعامل ټینګار وکړ
د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد وویل افغانستان د دوحې د هوکړې پر اساس خپلې ژمنې ندي عملي کړي او افغانستان نن ورځ د ترهګرو او نیابتي جنګیالیو په پټنځای بدل شوی دی او په دې سره سیمه بې ثباته کیدای شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازوالی سرپرست نصیر احمد فایق د افغانستان په خاوره له ترهګرو ډلو سره اړیکو د افغانستان، سیمې او د نړۍ لپااره د خطره ډکه فضا رامنځ ته کړې ده. هغه زیاته کړه چې اوس نړیوالې ټولنې او امنیت شورا ته ښکاره ده چې افغانستان د معنی داره تغیر لپاره علاقه مندي نلري.
طالب چارواکو تر اوسه د امنیت شورا ددې غونډې او په دې غونډه کې د شویو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي خو په تیر کې یې د نړیوالې ټولنې د انتقاداتو په غبرګون کې ویلي چې افغان میرمنې د اسلامي اصولو پر اساس خپل حقونه لري.