په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د چارشنبې په ورځ (سپټمبر۱۶مه) د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډې کې وویل چې واشنګټن به د طالبانو له خوا د امریکايي اتباعو «یرغمل کول» ونه زغمي.
هغه د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې د طالبانو له خوا د امریکا او نورو هېوادونو د اتباعو نیول وغندي او د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.
والتز د امنیت شورا په غونډې کې وویل چې امریکا به د طالبانو له خوا «وېرول یا مجبورول» ونه مني. د هغه په وینا، طالبان له امریکايي اتباعو څخه د امتیازونو د ترلاسه کولو او نړیوال مشروعیت ته د رسېدو لپاره د معاملې د وسیلې په توګه کار اخلي.
هغه وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د مارچ په میاشت کې افغانستان د «غیرقانوني نیونو د ملاتړي دولت» په توګه ونوماوه. والتز ادعا وکړه چې طالبانو نه یوازې امریکايي اتباع، بلکې د لسګونو هېوادونو اتباع هم د سیاسي او مالي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره نیولي دي.
روبیو د دې پرېکړې د اعلان پر مهال په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي وو: «نن، زه افغانستان د غیرقانوني نیونو د ملاتړي دولت په توګه معرفي کوم. طالبان لا هم د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره له ترهګریزو لارو چارو کار اخلي، خو دا کار به د دې حکومت [د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ حکومت] پر وړاندې نتیجه ورنه کړي...»
د بشري حقونو او د ښځو د وضعیت په اړه نیوکې
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي د خپلو خبرو یوه مهمه برخه د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه پر افغان ښځو او نجونو د لګېدلو محدودیتونو، ته ځانګړې کړه.
هغه د ملګرو ملتونو د منشي د راپور په استناد وویل چې په افغانستان کې لا هم د بشري حقونو د سرغړونو، په ګډون د قضايي پروسې پرته وژنو، خپلسرو نیونو، شکنجې او ناوړه چلند راپورونه ورکول کېږي.
والتز زیاته کړه چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز پنځم کال ته داخل شوی دی.
هغه د یونسکو د شمېرو په حواله وویل چې شاوخوا ۲.۲ میلیونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې دي او افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې پکې منځنۍ او لوړو زده کړو ته د لاسرسي اجازه نه لري.
والتز وویل: «په ۲۰ کلونو کې د افغان ښځو یوه بشپړ نسل د آزادۍ او د ښه ژوند خوند وڅاکه، خو اوس د هغوی پر مخ دا دروازه تړل شوې ده.»
د امریکا استازي د یوناما راپورونو ته په اشارې وویل چې دې ادارې په خپلو ګڼو راپورونو کې د خپلسرو نیونو، شکنجې، ناوړه چلند، جبري ورکېدو او له قضايي پروسې پرته وژنو زرګونه پېښې ثبت کړې دي.
والتز په هرات کې د شاوخوا ۳۰ ښځو نیولو ته هم اشاره وکړه چې د ده په وینا، د طالبانو د جامو د مقرراتو د سرغړونې له امله نیول شوې وې. هغه د طالبانو د حکومت د ځواکونو له خوا له اعتراض کوونکو سره پر چلند هم نیوکه وکړه.
دا مطلب هم ولولئ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د ثبات په اړه اندېښنه ښودلېهغه همدارنګه د ملګرو ملتونو د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار او د دې سازمان دفترونو ته د هغوی پر لاسرسي لګېدلي محدودیتونه وغندل او ویې ویل چې دا محدودیتونه له یوه کال راهیسې دوام لري. د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د منشي په خبره، دغه محدودیتونه له نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دي او د ژوند ژغورونکو مرستو وړاندې کول له ستونزو سره مخ کوي.
والتز وویل: «راځئ دې تناقض ته فکر وکړو. طالبان غواړي په نړیوال مېز کې څوکۍ ولري. هغوی غواړي دلته څوکۍ ولري، خو په ورته وخت کې په خپل هېواد کې ښځې د ملګرو ملتونو د دفتر له دروازې د تېرېدو څخه منع کوي.»
والتز د افغانستان په اړه د امنیت شورا وروستۍ پرېکړه لیک ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې شورا تر دې مخکې د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو د محدودولو د اغېزو په اړه پر سوله، ثبات او د افغانستان پر هوساینې خپل دریځ څرګند کړی دی.
هغه وویل چې امریکا د یوناما د ماموریت له اصلاح او لا زیات تمرکز څخه هرکلی کوي.
دا مطلب هم ولولئ
اختصاصي؛ د امریکا د بهرنیو وزارت امریکا غږ ته: پوهېږو طالبانو محمود شاه حبیبي تښتولیپه ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د منشي د ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمې د ټاکل کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې واشنګټن له امنیت شورا سره د هغې د تعامل په تمه دی.
دا څرګندونې د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې په داسې حال کې وشوې چې تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارواکو د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د لګېدلو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د دوشنبې په ورځ (سپټمبر۱۴مه) په جینوا کې د نړۍ د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل تازه راپور د وړاندې کولو پر مهال له طالبانو وغوښتل چې هغه فرمانونه او پالیسۍ لغوه کړي چې د ده په وینا، په عام ژوند کې د ښځو او نجونو حضور عملاً جرم ګڼي.
همدارنګه د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو د محدودیتونو او سیاستونو دوام نه یوازې د افغانانو حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان پر ټولنیز جوړښت هم ژوره اغېزه کوي.