د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي سټیف ویتکاف د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري د پاڅون د ظالمانه ځپنې ختمولو لپاره د دپلوماتیک حل هیله څرګنده کړې ده.
له دوو اونیو راهېسې په ایران کې مظاهرې روانې دي او سټیف ویتکاف ویلي که تهران عمده ظالمانه فعالیتونه ختم کړي، دا حل لاره ترلاسه کېدای شي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په فلورېډا کې د اسرائیلي امریکايي شورا په سرمشریزې کې وکړې.
د غونډې چلوونکي له هغه څخه وپوښتل چې ایا ولسمشر ټرمپ به د ایراني رژیم له لوري د مظاهره کوونکو د وژلو د بندلو لپاره د خبرداریو په تعقیب سره پوځي اقدام وکړي، هغه وویل: «زه هیله لرم چې یوه دپلوماتیکه حل لاره موجوده وي.»
ویتکاف وویل که ایران په څلورو برخو کې امتیازات ومني: «د خپلو یورانیمو غنا، د وسلو جوړونې کچې ته یې د رسېدلو یورانیمو د زېرمو، د بالستیک توغندیو د موجودیت او د ترهګرو نیابتي ډلو د حمایت په برخو کې توافق وکړي، دا دپلوماتیکه حل لاره ترلاسه کېدای شي.»
د ایراني رژیم ته په اشارې ویتکاف وویل: «که هغوی د ملتونو لیګ ته بیا راستنېدل غواړي، موږ دا څلور ستونزې په دپلوماتیکه توګه حل کولای شو او دا به یو لوی حل وي. زه فکر کوم چې بدیل به یې بد وي.»
په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازي مایک والتز تېره ورځ د امنیت شورا په غونډې کې اټکل وکړ چې د ایران د رژیم د ځپلو په مهال د وژل شویو مظاهره کوونکو شمېر له زرګونو څخه لسګونه زرو ته رسېږي.
دا لومړی ځل دی چې یو امریکايي مقام هغه څه وايي چې د ټرمپ حکومت باور لري دا یو دقیق اټکل دی او د وژل شویو شمېر زیات دی.
نوموړي وویل چې د رژیم له لوري په قصدي ډول د انټرنټ د ملي بندیز له کبله د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه د امریکا «دید» نا څرګند دی. په انټرنټ باندې د بندیز موده دوو اونیو ته ورسېده. نوموړي خپلې خبرې په دې پای ته ورسولې چې «ټرمپ د عمل سړی» دی.
هغه وویل چې ټرمپ دا څرګنده کړې ده چې د وژلو د بندلو لپاره ټول انتخابونه موجود دي- او په دې خبرې باندې د ایران د رژیم تر مشرتابه بل هېڅوک هم ښه نه پوهېږيي.