د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ ایراني واکمنانو ته د احتمالي پوځي اقدام په اړه خبرداری ورکړ


د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د ایران اسلامپاله واکمنانو ته نور هم سخت خبرداری ورکړ او وايي که هغوی د مظاهره کوونکو «بې رحمه وژل» روان وساتي، ممکن احتمالي پوځي اقدام وکړي.

په ایران کې له شاوخوا دوو اونیو راهېسې مظاهرې روانې دي او د مذهبي استبدادي واکمنۍ، چې له لسیزو راهېسې روانه ده، ختمېدل غواړي.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ د مېشیګن ایالت د ډیربورن په سیمه کې له سي بي اس خبري شبکې سره په مرکې کې د ایراني مقاماتو له لوري د نیول شویو مظاهره کوونکو د پلان شویو اعدامونو په اړه راپورونه یاد کړل.

هغه وویل: «کله چې هغوی د زرګونو کسان وژل پیل کړل--- او اوس تاسو راته د [یو مظاهره کوونکي] د اعدام په اړه غږېږی--- وګورو چې دا د هغوی لپاره څنګه نتیجه ورکوي. دا به ښه نتیجه ورنه کړي.»

ولسمشر ټرمپ وویل چې په ایران کې یې هدف «بریا» ده، خو کله چې ترې وپوښتل چې د دغې اصطلاح په اړه وضاحت ورکړي، نوموړي هغه عملیات یاد کړل چې په تېر وخت کې یې د متحدو ایالتونو د غلیمانو په ضد تر سره شوي چې په هغو کې په همدې میاشت کې په وېنزویلا کې د نشه يي توکو د ترهګر دکتاتور نیکولاس مادورو د نیولو، په سوریې کې په ۲۰۱۹ کال کې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژلو، په ۲۰۲۰ کې په بغداد کې د ایران د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني د وژلو او تېرکال د جون په میاشت کې په ایران کې د اتومي تاسیساتو د ویجاړولو عملیات شامل دي.

د ایران د رژیم له لوري په انټرنټ باندې لګول شوی بندیز اوومې ورځې ته رسېدلی، دې کار په ایران کې خبریالانو ته چارې لا ستونزمنې کړي چې د رژیم له لوري د مظاهره کوونکو د ډله ایزې وژنو او نیولو په اړه بهرنۍ نړۍ ته معلومات ورکړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د خپل ایکس په فارسي حساب کې د رژیم د یو امنیتي افسر هغه تصویر خپور کړی، چې د ایران په کومې سیمې کې د مظاهره کوونکو سره په مخامخ کیدو پر دوي ټوپک اړوي.

له دغه تصویر سره په خپور شوي پيغام کې لیکل شوي دي: «د اسلامي جمهوریت رژیم انټرنټ بند کړی چې خپل وحشیتوب پټ کړي خو [انټرنټ] یې ځان ته خوشې کړی چې نړۍ ته دروغ خپور کړي. خو نړۍ یې څاري او په حقیقت پوهېږي.»

په تهران کې د ډسمبر په ۲۸مه نېټه دا مظاهرې پیل شوې او ژر د دغه هېواد نورو برخو ته هم وغځېدې، د مظاهرو اصلي علت د ایران د رژیم ناسم مدیریت او فساد ښودل کېږي، چې له کبله یې اقتصادي بحران نور هم زیات شوی او د ډالرو په وړاندې د ایران د اسعارو ارزښت په بیساري ډول لویدلی دی.

د مظاهرو له پيل راهېسې، د ایران د اسلامي رژیم د پرځولو شعارونه ورکول کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG