نړیوال بانک افغانستان ته٥٠٠ ملیونه ډالرې ورکوي

Afghan kids

نړیوال بانک پرون د سه شنبې په ورځ (جون ١٣) د افغانستان لپاره د ٥٠٠ ملیونو ډالرو د ورکولو پلان تصویب کړ چې هدف یې د افغانستان د اقتصاد وده او د پنځو ولایتونو په مرکزونو کې په اساسي خدماتو کې د انکشاف راوستل دي.

نړیوال بانک په خپلې اعلامیه کې ویلي چې د پیسو دغه مرسته به د افغانستان سره د مهاجرو په چارو کې کومک وکړي. په دی برسیره به د شخصي سیکتور په برخه کې د نادارو خلکو لپاره د کارونو د پیدا کولو فرصتونه برابر کړي.

دغه اعلامیه زیاتوي چې د دغو پیسو یوه برخه به د افغانستان په پنځو ښارونو کې د پرمختیایي کارونو په گړندي کولو ، د خوراکي موادو په ساتلو، د برق په انکشاف او په کلیوالو سیمو کې د سړکونو په جوړولو مصرف شي.