د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا دفاع وزیر: د افغانستان په جنګ کې بریالي نه یو


وزیر جیم متیس وویل د افغانستان د جنګ لپاره یې نوې تګلاره جوړه کړې
وزیر جیم متیس وویل د افغانستان د جنګ لپاره یې نوې تګلاره جوړه کړې

د امریکا د دفاع وزیر د سه شنبې په ورځ (جون ۱۳) د دغه هېواد کانګرس ته وویل چې د افغانستان په روان جنګ کې ګټوونکي نه یو.

وزیر جیم متیس وویل چې د افغانستان د جنګ لپاره یې نوې تګلاره جوړه کړې او د بلې میاشتې تر نیمایي پورې به یې کانګرس ته وسپاري.

اټکل دا دی چې د ښاغلي ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له مخې به د ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ نور امریکايي سرتېري هم افغانستان ته واستول شي، چې د طالب بغاوت او نورو اورپکو په ځپلو کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

په اصل کې د ښاغلي متیس دا څرګندونې د امریکا د پوځ د هغو لوړ پوړیو چارواکو څرګندونې تائیدوي چې د افغانستان روان جنګ "بن بست" بولي او د دغه حالت څخه د وتلو لپاره دغه هېواد ته د نویو عسکرو د استولو غوښتنه کوي.

ښاغلي متیس د امریکا د سنا د وسله والو قواو کمیټې ته وویل "مونږ په اوسني حالت کې د افغانستان د جګړې د ګټلو په حال کې نه یو او هر څومره ژر چې کېږي باید دا وضعیت سم شي".

په غونډې کې د امریکا د سنا د دفاعي خدمتونو د کمېټې مشر جان مکین د دفاع پر وزیر فشار راوړ او ورته یې وویل چې متحده ایالتونه باید په افغانستان کې د حالاتو د بدلولو لپاره ژر تر ژره " تګلاره بدله او سرچینې زیاتې" کړي.

د امریکايي قوماندانانو په ارزونو کې دا وړاندیز هم شوی چې باید د وسله والو طالبانو او نورو اورپکو پر ضد عملیاتو کې امریکايي ځواکونو ته د بریدونو زیات صلاحیتونه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې سیګار په فبرورۍ کې یوه ارزونه خپره کړه چې په کې ویل شوي افغان حکومت د افغانستان د ۴۰۰ ولسوالیو په څه باندې ۶۰ فیصده خاورې حاکمیت او یا نفوذ لري.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۸۰۰۰ امریکایي ځواکونه دیره دي او له ۲۰۰۱ لومړي کال راهېسې یې په روان جنګ کې شاوخوا ۲۳۰۰۰ امریکایي عسکر وژل شوي او څه باندې ۱۷۰۰۰ نور یې ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG