په یمن کې د حوثي یاغیانو ډلې ګواښ کړی دی چې په سره سمندر کې به له اسرائیل سره د تړلیو بېړیو مخه ونیسي.
د ایران د رژیم له ملاتړ څخه دغې برخمنې ډلې یوې سرچېنې د دوشنبې په ورځ (جون اتمه) د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې دا د سور سمندر څخه د اسرائیل پورې تړلیو بېړیو د مخنیوي په اړه لومړی اقدام دی.
د حوثي یاغیانو له هغه وروسته دا خبرداری ورکړ چې د یکشنبې په ورځ ایران په اسرائیل برید وکړ او اسرائیل د ځواب ورکولو خبرداری ورکړی دی.
رویټرز خبري اژانس د دغې سرچېنې په حواله لیکلي دي که حالت خراب شي، حوثي یاغیان به په سور سمندر کې اسرائيل او نورو سیمو ته په تلونکو کښتیو بریدونه وکړي.
دغې ډلې د اسرائيل او حماس ترمنځ د غزې د جګړې په مهال په سور سمندر کې د اسرائیل پورې تړلې بېړۍ او هغه ټولې بېړۍ، چې د اسرائیل بندرونو ته تللې، په نښه کړې.
حوثیانو دا خبرداری داسي مهال ورکړی چې د امریکا ولسمشمر ټرمپ ویلي دي چې اسرائيل او ایران دواړه د عاجل اوربند په لټه دي، خو په دې شرط چې حماقت او ناپوهي یې مخه ونه نیسي.
د اسرائیل پوځي مقاماتو امریکا غږ ته ویلي چې "ایراني رژیم پرې ۱۱ توغندي توغولي"او هغوی ټول خنثي کړي دي او وضعیت ارزوي چې څه ډول ځواب ورکړي.
متحده ایالتونه په یمن کې د حوثي یاغیان ترهګره ډله بولي.