د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: اسرائیل او ایران د عاجل اوربند په لټه دي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې "اسرائیل او ایران غواړي عاجل اوربند" وکړي.

ولسمشر ټرمپ نن دوشنبه (جون اتمه) په خپل ټروټ سوشل حساب کې لیکلي چې د سولې په اړه خبرې اترې روانې دي او تر څو پورې چې وروستۍ موافقه نه وې شوې، د هرمز تنګی محاصره به په خپل حال پاتې وي.

هغه لیکلي دي، "د 'سولې' په اړه نهايي مذاکرات روان دي، که ناپوهي او حماقت یې په مخکې خنډ جوړ نکړي. تر څو پورې چې 'نهايي تړون' ونه شي، محاصره په بشپړ او اغیزناک ډول په خپل حال ده. مسائیل باید ژر پر مخ ولاړ شي".

ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې په یو بل پوست کې په دواړو ،اسرائیل او ایران غږ کړی و چې په یو بل باندې "ډزې عاجل بندې" کړي.

ښاغلی ټرمپ داسې مهال له دغو دواړو هېوادونو څخه د اوربند غوښتنه کړې ده، چې د اسرائیل پوځي مقاماتو تېره ورځ امریکا غږ ته وویل چې "ایراني رژیم پرې ۱۱ توغندي توغولي" دي. د اسرائيل پوځ ویلي چې ټول توغندي یي خنثي کړي دي او وضعیت ارزوي چې څه ډول ځواب ورکړل شي.

په همدې حال کې د اکسیوس شبکې د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په تیلیفون کې خبرې کړي او ورته یې ویلي چې په ایران برید ونه کړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG