د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټسټ د دوو لوبو لړۍ د زمبابوې په بري پای ته ورسېده.
زمبابوې د سه شنبې په ورځ (نومبر۱۷) د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړیوال لوبغالي کې افغانستان ته په پنځه ورځنۍ لوبې کې ماتې ورکړه.
د دواړو خواو ترمنځ لومړۍ ټست لوبه بې نتیجې پای ته رسېدلې وه.
زمبابوې افغانستان ته په ۵۷ منډو ماتې ورکړه.
په دغې لوبې کې تر نورو ډېر ځوان لوبغاړی نصیر خان معروفخېل وځېلده.
دا د افغانستان لپاره د ده لومړۍ ټست لوبه وه، چې هم یې په کې سلیزه وکړه او هم یې د زمبابوې نهه لوبغاړي وسوځول.
که څه هم نصیر خان معروفخېل هڅه وکړه چې افغانستان له ماتې څخه وژغوري، خو نورو افغان لوبغاړو ورسره ملګرتیا ونه کړه. نصیر خان تر پایه ونه سوځېده.
دا په روان کال کې د افغانستان څلورمه ټسټ لوبه وه، دوې یې وبایللې او دوې یې مساوي کړې.