هغه نجلۍ چې پولیس وايي ورور یې ځانمرګي برید ته مجبوره کوله او دوی نیولې ده وايي نه غواړي بیرته خپل کور ته ستنه شي.
د افغانستان اساسي قانون لس کلن شو خو کارپوهان وایي حکومت لا هم د قانون په تطیق کې پاتې راغلی او بله دا چې پخپله د قانون ماتوونکي په واک کې دي.
د افغانستان د ستراتیژیکو او سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لیوال وایي پاکستان په سیمې کې د برتانیې د ستراتیژیکو اهدافو ممثله ده.
زندانیان څنګه اختر لمانځي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د پلچرخي د زندان یو بندي نورعلي شاه خوستی ځواب کړې ده.
دشهيد خان عبدالصمد خان د٣٨ تلين په وياړ اشنا راډيو د اشنايانو په ادبي ديرې کې د خان شهيد د سياسي ژوند اوپښتو ژبې ته دخدمت په هکله د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند د مرستيال مشر عبدالرحيم مندوخيل اوپوهاند غنی خان غنو سره مو خبري کړي دي.
اوسني حالات دومره عجيبه دي چی په افسانه،ناول،په خبرو او په شعرکی هم نه ځایيږی. داوسني حالاتو اغيز په اوسني شعر:دپښتوژبی منل شوي شاعررحمت شاه سائل سره مو همدا موضوع دآشنا يانو په ادبي ديرې کې وڅيړله،هغه وایي اوسني حالات دومره عجيبه دي چی په افسانه،ناول،په خبرواوپه شعر کی هم نه ځائيږی بشپړه مرکه يي چی د ښاغلي سائل په کلام پيليږی اوريدای شئ .
همدی موضوع ته ددرناوی په خاطرډاکتر اکرم ملکزی ته په جرمنی کی دجرمنی ـ پښتوډکشنری دليکلو په خاطر دياد هيواد ترټولو لوی دولتی نښان ورکړل شو هغه ٣٨کاله مخکی جرمنی ته تللی و په ادبياتو او طب کی یي زده کړی کړی ،اوس طبی چاری پر مخ بيایي ،اشنا راډيو سره یي په همدی اړه تفصيلی مرکه اوريدای شی
آمریکا غږ آشنا راډیو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي سره د افغانستان او پاکستان پر اوسني وضیعت باندي ځانکړې مرکه کړې ده. ښاغلي اڅکزي وویل چې جګړه په سولې ختمیږي نه په جګړې باندي. نوموړي زیاته کړه چې اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د پولې دواړو خواوو کې د وینو تویدل ختم شي او افغان ولس په سولې او آرامۍ کې وخت تیر کړي.