د لاس رسي وړ اتصالات

په بادغیس او خوست ولایتونو کې د پولیو دوه نوې پیښې ثبت شوي


سږ کال په افغانستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۴۹ ته ورسېد
سږ کال په افغانستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۴۹ ته ورسېد

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په بادغیس او خوست ولایتونو کې دوه ماشومان په ناعلاجه ګوزڼ ناروغۍ اخته شوي چې دې سره په هیواد کې د ګوزڼ د پېښو شمیر ۴۹ ته ورسید.

ځایي چارواکو اندېښنه څرګنده کړې چې د ناامنۍ، کرونا ويروس ګواښ او د قرنطين له وجهې د کمپاينونو د درېدو له کبله په دغه هېواد کې د پوليو مثبتو پېښو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

د عامې روغتيا وزارت د کتلوي معافيت مسؤل غلام دستګير نظري امریکا غږ ته وويل، چې د پوليو یوه پېښه د بادغيس په قلعه نو ولسوالۍ او بله د خوست ولايت په باک ولسوالۍ کې ثبت شوې.

په بادغیس او خوست ولایتونو کې د پولیو دوه نوې پیښې ثبت شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

د عامې روغتيا وزارت د پوليو د محوه کولو پروګرام د عامه اړيکو مسؤل ډاکټر ميرجان راسخ امريکا غږ ته وويل، چې د بادغيس پېښه په يو څلور مياشتنې ماشوم او د خوست پېښه په يوې ۱۶ مياشتنۍ ماشومې کې ثبت شوې ده.

ښاغلي راسخ وویل: "د بادغيس ماشوم د کرونا ويروس د لګيدلي قرنطين او د خوست ماشومه د ناامنۍ او د ګوزڼ له واکسين سره د طالبانو د مخالفت له کبله له ياد واکسين نه محروم شوې ده."

بلی خواته بیا ځايي اوسېدونکي د ګوزن د واکسین پر تطبیق سخت ټینګار کوي.

د خوست یو اوسیدونکی بخت جان بختيار له خلکو غوښتنه لري، چې د پوليو واکسين له کمپاينونو څخه اعظمي ګټه واخلي او ددې واکسين د دوو څاڅکو په ورکړې سره د خپلو ماشومانو روغتيا له ګوزڼ نه خوندي وساتي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د سپټمبر په ۲۸ خبر ورکړ چې په ۱۰ نورو ولایتونو کې ېې هم د ګوزن د واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل کړ.

د دغه وزارت په وینا، شاوخوا دوه ملیونه ماشومان چې عمر یې د پنځو کلونو څخه کم وي د پکتیا، پکتیکا، خوست، غزنی، لوګر، میدان وردګ، پروان، کندز، بغلان او نورستان ولایتونو په ۱۱۲ ولسوالیو کې واکسین شي.

د يادو دوو تازه پېښو په ثبتولو سره روان ۲۰۲۰ ميلادي کال په افغانستان کې د پوليو مثبتو پېښو شمېر ۴۹ ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG