د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د پولیو د پېښو شمېر ۱۴ ته ورسید


په کندهار کی د یوې نوې پیښې ثبت سره د ګوزڼ شمېر ۱۴ ته ورسید
په کندهار کی د یوې نوې پیښې ثبت سره د ګوزڼ شمېر ۱۴ ته ورسید

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کی یوه ۱۲ میاشتنۍ ماشومه په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې ده، چې دې سره په کندهار کې د پولېو پېښو شمېر ۱۴ او د زون په کچه ۳۳ ته ورسیده.

روغتیایي چارواکي وایي، چې د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کی دغې ماشومې ته د پولیو ضد هېڅ واکسین نه دی تطبیق شوی.

په سویل کې د پوليو پرضد د بیړنیو اقدامونو د مرکز رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا، امریکا غږ ته وويل، چې د ګوزڼ وهلې ماشومې کورنۍ د ژړۍ ولسوالۍ په مرکزي برخه کې ژوند کوي، خو په قصدي ډول يې دې ماشومې ته د پولیو ضد څاڅکي نه دي ورکړي.

ښاغلي پخلا وویل چې ددغې ماشومې د کورنۍ مشرانو ورته ویلي چې دغه ماشومه یې د پوليو د واکسین د مؤثریت د معلومولو په خاطر له واکسین څخه پټه ساتلې وه، خو خپلو نورو پنځو ماشومانو ته یې پر وخت واکسین ورکړی و.

د ښاغلي پخلا په وینا دې ماشومې واکسین ندی اخیستی نو ځکه په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوې ده.

د دې ماشومې پلار وایي، له دې پېښې وروسته د پولیو واکسین د اهمیت په هکله پوه شوی او له نورو کورنیو څخه هم غواړي چې خپل ماشومان له واکسین بې برخې نه کړي.

دا لومړی ځل دی چې یوه کورنۍ د پولیو واکسین د مؤثریت د معلومولو په خاطر خپلې ماشومې ته ګوزڼ ضد څاڅکي نه ورکوي تر څو ورته جوته شي چې رښتیا څه دي.

روغتیایي مقامات وایي، که څه هم له ډېرو کلونو راهیسې رسنیو د روغتیایي کارکونکو، ملا امامانو او قومي مشرانو له آدرسه خلکو ته د پولیو واکسین د اهمیت په هکله ډیر زیات معلومات ورکړي دي، خو بیا هم داسې کورنۍ شته چې د ماشومانو د روغتیا په هکله بې پروا دي او د ګوزڼ واکسین له تطبیق سره مخالفت کوي.

روغتیایي کار پوهان وایي، پولیو ناروغۍ درملنه نلري، خو د واکسین دوه څاڅکي کولی شي چې ماشومان له تل پاتې معلولیت څخه وژغوري.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس، د روان کال له پیل څخه تر اوسه د پولیو ۴۷ پېښې رامنځته شوي چې ۳۳ يې د افغانستان په سویلي حوزه کې دي.

دا په داسې حال کې دی چې تیر کال په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۹ پیښې ثبت شوې وې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG