د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: کوم هیوادونه چې مونږ سره د اړیکو له ټینګولو ډډه کوي پالیسۍ یې ستونزې لري


د طالبانو حکومت افغانستان ته د سیمې د څوهیوادونو د پلاود تیرې اونۍ سفر ددغه حکومت د موثرې دپلوماسۍ پایله ګڼلې او ویلي دي چې کوم هیوادونه چې او سمهال افغانستان سره د اړیکو د ټینګولو څخه ډډه کوي، د هغوی پالیسۍ ستونزې لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ته ویلي چې افغانستان ته په مختلفو کچو د یو شمیر هیوادونو د پلاو سفرونه او بهر ته د طالبانو د پلاو سفرونه د اوسني افغانستان سره د هیوادونو نږدې کیدل د طالبانو د حکومت د دپلوماسۍ او د افغانستان د اهمیت د درک کولو نښه ده.

ذبیح الله مجاهد ویلي:" هیوادونو هم دا درک کړې چې افغانستان سره تعامل یوازینې لار ده چې ګټوره تمامیږي، دا ددې نمایندګي کوي چې د اسلامي امارت دپلوماسي [طالبانو حکومت] په خپله بڼه کې کومه ستونزه نلري، خو ځینې هیوادونه لا هم ځانونه لیرې ساتي، چې د هغوی په پالیسو کې ستونزه ده".

هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت د ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو د ټینګیدو غوښتنکی دی او د همدې له امله کومو هیوادونو چې اوسني افغانستان سره تعامل کړی تعاملات په ښه ډول ترسره شوي او ژمنې هم عملي شوي.

د طالبانو د حکومت ویاند د هغوهیوادونو څخه چې تراوسه یې ددغې ډلې د حکومت سره په تعامل کې نه دي وغوښتل چې ورسره دې مثبت تعامل له مخې اړیکې ونیسي او که نه ددغو هیوادونو سره د اړیکو د پاللو پرته به هم د افغانستان خلک پرمختګ وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چئ تیره اونۍ د روسیې، قزاقستان، ترکمنستان، د اسلامي همکاریو د سازمان، ایران و مالیزیا لوړ پوړو پلاو افغانستان ته جلا جلا سفرونه کړي وو.

دغو پلاو د امنیت، تروریزم سره د مبارزې، د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړوند مسلو د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې کړې دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی دی، خو د دوه نیمو کلنو څخه د زیاتې مودې د تیریدو وروسته لا هم ددغې ډلې حکومت د سختو کړنو او د ټولشموله حکومت د نشتون له امله د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

ملګرو ملتونو افغانستان د تروریستي ډلو په پناه ځایونو باندې نه بدلیدل،د ټولو قومونو او مذهبي اقلیتونو د استازو په ګډون د ټولشموله حکومت جوړیدل او په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره د مخکنیو شرطونو په توګه اعلان کړي دي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست تیره اونۍ کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې اوس مهال له افغانستان بهر ددغې ډلې د حکومت ۳۸ سفارتونه او سیاسي استازولۍ فعالې دي.

په عین وخت کې د چین، روسیې، ترکیې، هند، اروپايي ټولنې په ګډون د افغانستان یو شمیر ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو سفارتونه او سیاسي استازولۍ هم په کابل کې پرانیستې دي. همداشان د طالبانو د حکومت دپلوماتان هم د چین او روسیې په ګډون د سیمې او په ګاونډیو هیوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې په فعالیت بوخت دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG