د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو د پیښو شمیر ۵۴ ته ورسید


کندهار کې د پولېو د پېښو شمېر ۱۴ ته ورسید
کندهار کې د پولېو د پېښو شمېر ۱۴ ته ورسید

د افغانستان د پولېو د له منځه وړلو د پروګرام چارواکي وایي چې د کندهار ولاېت په معرف ولسوالۍ کې ېو ۱۲ مېاشتنۍ ماشوم په پولېو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې دی.

روغتیایي چارواکي زېاتوي، چې دغه ماشوم د پولېو هېڅ واکسین نه دی اخیستی، دا ځکه معروف ولسوالۍ د ډیورند کرښې ته نږدې پرته او له تېرو دو کلونو راهسې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له لوري پر پولېو واکسین بندیز لګیدلی دی.

په جنوب زون کې د پولېو پر ضد د بېړنېو اقداماتو د مرکز رئیس، ډاکتر عبدالقیوم پخلا په دې هکله امریکا غږ ته ووېل: "د حنظ الله په نوم یو کلن ماشوم ګوزڼ وهلی چي کورنۍ یې له روغتیايي مرکز څخه ۶۵ کیلو میتره لرې ژوند کوي. دغه ماشوم هیڅ ډول واکسین ندی اخیستی او تیره ورځ لابراتواري معایناتو وښودله چې د ګوزڼ په ناروغی اخته شوی".

معروف ولسوالۍکې له پنځو کلونو ښکته شاوخوا ۱۳۱۶۷ ماشومان ژوند کوي چې په تېرو دوه کلونو کې ورته ګوزڼ ضد واکسین ندی رسېدلی.

په ورته وخت کې د پولېو له پروګرام سره همکار بنسټونه وايې، په جنوبي ولاېتونو کې د ګوزڼ د پېښو زېاتوالی یوه جدي روغتیايي ستونزه ده چې، په مخ نیوي کې يې د ټولنې مرسته اساسي شرط دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د پروګرام (یونسیف) د پولېو د پروګرام ویاند سید کمال شاه، امریکاغږ ته وويل چې د ګوزڼ پر ضد د ماشومانو د وقاېې نشتوالی ددې ناروغی زیات والي ته لار پرانیستې ده.

نوموړي وويل: " ټولنه باېد د پولېو زیاتېدونکی خطر جدي وګڼي او تر هر ماشوم پورې د واکسین په رسولو کې اغېزمنې هلې ځلې وکړي".

په کندهار کې د معروف ولسوالۍ په ګډون ګڼې داسې نورې سیمې هم شته چې روغتیايي مسئولین يې د نه لاس رسي وړ سیمې ګڼي.

د جنوبي ولاېتونو په کچه په دې سیمو کې تر یو ميلیون زیات ماشومان ژوند کوي چې په پرله پسې توګه واکسین ندی ورته رسېدلی.

په کندهار کې د ګوزڼ د دې نوې پېښې په رامنځته کیدو سره په جنوب زون کې د ټولو پېښو شمېر ۳۶ ته ورسید.

په یادو پېښو کې ۱۴ په کندهار، ۱۴ هلمند، درې زابل، څلور اروزګان او یوه پېښه هم په نیمروز ولایت کې ده.

روغتیايي مسئولین وايي چې د ګوزڼ پر ضد د کال وروستی کمپاین ته چمتو والی نیسي چې د روانې میاشتې پر ۳۰ نیټه به د څلورو ورځو لپاره پېل شي.

د روان ۲۰۲۰ میلادي کال له پېل راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې د پولېو د پېښو شمېر ۵۴ ته لوړ شو، چې تېر میلادي کال یوازې ۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG