د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د ګوزڼ د پېښو د زیاتیدو په هکله اندېښنې


په فراه ولایت کې سږکال د پولېو څلور پېښې ثبت شوي دي
په فراه ولایت کې سږکال د پولېو څلور پېښې ثبت شوي دي

د فراه په بکواه، بالابلوک او اناردرې ولسوالېو کې د څلورو تنکېو ماشومانو په تلپاتي ګوزڼ اخته کیدل د خلکو په منځ کې سختې اندیښنې راپارولي دي.

د فراه ولایت د عامې روغتیا کتلوې معافیت آمر ډاکټر عبدالواحد فراهي وايي چې د فراه په زېات شمېر ولسوالېو کې د امنیتي ننګونو له امله د پولېو واکسین په سمه توګه ندی تطبیق شوی نو ځکه د کال له پېل راهيسې پدې ولاېت کې د ګوزڼ څلور پېښې ثبت شوي.

هغه وویل: "... موږ د پولېو له منځه وړلو او د پولېو واکسین د تطبیق لپاره خپلې هڅې کړندۍ کړي، خو په زېاتو ولسوالېو کې اختیار د دولت مخالفینو په لاس کې دی او له بده مرغه مونږ هېڅ نشو کولی".

په فراه کې یو مدني فعال، نعمت الله فراهي د پولېو واکسین لمن د پراخېدو غوښتنه کوي او د ټولو ښکېلو خواو څخه غواړي چې د واکسین پر وړاندې د هر راز خنډ څخه ډډه وکړي.

ښاغلی فراهي وايي: "... مونږ غواړو چې د پولېو واکسین دوام ومومي او د طالبانو څخه هم غواړو چې د پولېو واکسین ته د تطبیق اجازه ورکړي، تر څو د فراه په ټولو ولسوالېو او کلېو کې ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین شي".

د فراه اوسېدونکی عبدالکریم بارک بیا پدې باور دی، که د ولسوالېو اوسېدونکي د پولېو واکسین کوونکو سره همکارې وکړي او خپل ټول تر پنځو کلونو ښکته ماشومان پر وخت واکسین کړي، نو ډیر ژر به د ګوزڼ ناروغې محوه شي.

هغه وویل: "... ټول خلک باید هڅه وکړي چې د پولېو ناروغې له وطنه محوه کړي، او د پولېو واکسین تطبیق لپاره لاس په لاس ورکړي، تر څو زمونږ ټول ماشومان د فلج ناروغۍ څخه په امن کې شي".

روغتیا پالان وايي، که چېرې ټولو تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولېو واکسین ور ورسول شي، نو ډیر ژر به ګوزڼ په ټول هېواد کې محوه شي.

د کال له پېل راهيسې په فراه ولایت کې د پولېو څلور پېښې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG