د لاس رسي وړ اتصالات

پولیو سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ لا هم افغان ماشومان ګوزڼ کیږي 


دا مهال په پاکستان او افغانستان لسګونه ماشومان د ګوزڼ په واکسین اخته دي
دا مهال په پاکستان او افغانستان لسګونه ماشومان د ګوزڼ په واکسین اخته دي

د اکتوبر ۲۴ ( شنبه) د پولیو سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

په دې ورځ په نړۍ کې د دغه ویروس د زیانونو او تاریخچې په اړه خلکو ته معلومات ورکول کیږي.

د پولیو ویروس سره له دې چې په نړۍ کې تر ډیره کنټرول او مهار شوی دی خو په افغانستان او پاکستان کې لا هم ماشومان فلج کوي.

نایجریا هم هغه هېواد دی چې تر دا وروستیو کلونو پورې په کې دا ویروس ژوندی و.

په ۱۹۵۴ کې جوناس سالک، چې د پولیو واکسین د غوړېدو او پراختیا د ډلې مشري یې کوله، په ازمایښتي ډول د پولیو واکسین تولید کړ او یو میلیون ماشومان یې واکسین کړل.

د واکسین له تطبیق شاوخوا یو کال وروسته د دغه واکسین اغیز معلوم او تائید شو. خو ۶۶ کاله وروسته لا هم دا ویروس افغانستان او پاکستان کې لسګونه ماشومان فلج کوي.

په ناجریا کې په تېرو پنځو کلونو کې یوه پېښه هم نه ده ثبت شوې. خو دا مهال په پاکستان کې د پولیو ۷۹ پېښې ثبت شوي دي. تېرکال دا شمېر ۱۴۹ و.

سږکال په افغانستان کې د پولیو ۵۳ پېښې ثبت شوې وې او تېرکال ۲۹ پېښې وې.

د روغتیا په نړیوال سازمان کې د مدیترانې د ختیځ ساحوي مرکز مشر ډاکټر حمید سید جعفر وايي: «موږ د ګوزڼ له بیا خپرېدو سره مخامخ یو چې د پاکستان او افغانستان ډېرې سیمې یې اغیزمنې کړې. په حقیقت کې دا ویروس د ناروغۍ په څیر چلند کوي. لومړی کار چې باید تر سره کړو، هغه د ګوزن د اصلي ماهیت په هکله پوهه ده چې د یوې ناروغۍ په صفت وپیژندل شي.»

د پولیو ویروس د خپرېدو دلیلونه

نوموړي وايی چې په دغو هېوادونو او سیمو کې د پولیو د خپرېدو لوی دلیل ناامني او د واکسین نه تطبیق دی.

هغه وايي: «لومړی ځینې ټولنې په غیر متناسب ډول د پولیو لخوا اغیزمنې کیږي. دا ټولنې د تاوتریخوالي یا کورنۍ جګړې له امله له خپلو اصلي سیمو څخه بې ځایه شوي او په لویو ګڼ میشتو ښارونو کې میشتې شوي دي. د مثال په توګه، د کراچۍ ښار یا هم لرې پرتې سیمې. دا سیمې د ګوزڼ د ویروس له زیرمو څخه ګڼل کیږي. پدې سیمو کې ډیری خلک د واکسین کمپاینونو پلي کولو څخه مخنیوی کوي او په ځینو مواردو کې زمونږ ټیمونو سره خورا بد برخورد کوي.»

دی زیاتوي: «اوسمهال د ګوزڼ د واکسین په برنامه بي باوري پیدا شوې ده. په دې وروستیو کلونو کې دا مسئله په ټوله نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو پروپاګند او د ګوزڼ ضد واکسین تبلیغاتو سره مخامخ شوې، چې نوره یې هم پیچلې کړې ده.
نوموړي وايي چې له دې دومره ستونزو سره سره بیا هم د روغتیا نړیوال سازمان هلې ځلې کوي چې په نړۍ کې د ګوزڼ ضد واکسین په تطبیق سره دغه بیماري مهار او کنترول کړي.

هغه وايی: « البته چې موږ د دې ننګونو په حلولو کې ډیرې هڅې کړي. لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، د ټولنیز ګډون د تګلارې معرفي کول، د برنامې نوی جوړښت، د تشکیلاتو د مدیریت نوې طرحه، هغه څه و چې مونږ پرې کار وکړ تر څو د برنامو عملیاتي کیفیت لوړ شي. مګر پدې سیمه کې د کروناویروس د وبا د خپریدو له امله یو څه وروسته پاتې شو. تاسو ښه پوهیږئ چې د وبا خپریدل ناڅاپي وو او په نړۍ کې یې په بیلابیلو برخو کې ټول فعالیتونه وځنډول. مونږ هم مجبور شو چې انتظار وباسو، چې دا د دې لامل شو چې ګوزڼ ویروس په سیمه کې په آزاده توګه خپور شي.»

د پولیو د واکسین جوړېدل

په ۱۹۶۱ پولنډي نژاد امریکايي محقق البرت سابین د پولیو واکسین جوړ کړ. دا واکسین په نړۍ کې د کروناویروس په ضد ډېر اغیزناک تمام شو خو یوازې دریو هېوادونو کې یې دا ویروس په بشپړ ډول مهار نشو کړای.

تر ۲۰۱۳ پورې په نړۍ کې د پولیو ویروس پېښې ۹۹سلنې کمې شوې‌. دا یو خطرناک او وژونکی ویروس دی چې یوازینی حل یې واکسین دی. ډاکټران وايي هغه ماشومان چې چې دا واکسین ورته کیږي، د وجود مقاومت یې د پولیو په ضد اته برابره غښتلی کیږي.

ډاکټران وايي تر څو چې په نړۍ کې یو ماشوم هم په دغه ویروس اخته وي، د ټولو هېوادونو ماشومانو ته د دغه ویروس د انتقال خطر شته. د پولیو د واکسین نه تطبیق کولی شي چې په نړۍ کې هر کال د پولیو ۲۰۰زره نوې پېښې وزېږوي.

یو مهال پولیو به په کال کې لسګونه زره ماشومان فلج کول.‌یوازې په افریقا کې به یې د کال ۷۵زره ماشومان په دغه ویروس اخته شول. خو اوس نړۍ د دغه ویروس ختمولو ته مټې رانغاړلې دي او د مهارولو په برخه کې یې ډېر پرمختګ کړی دی.

XS
SM
MD
LG