د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ۱۳ میاشتو کې شاوخوا ۲زره کسان په غیر قانوني ډول نیولي ـ راپور


د «رواداري» په نوم یو سازمان وايي چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ نېټې څخه نیولې د ۲۰۲۲ د نومبر تر میاشتې پورې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۹۷۶ کسان په غیر قانوني ډول نیولي دي.

«رواداري» د بشري حقونو یو سازمان بلل کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته له افغانستان څخه بهر جوړ شوی.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۳ (سلواغې درېیمه) په خپل راپور کې ویلي چې په دغه کسانو کې ۱۸۳۶ نارینه او ۱۳۶ ښځې او څلور ماشومان شامل دي.

په راپور کې ویل شوي: "نیول شوي کسان تیر ډېره پوري د تیر حکومت کار کوونکي، ښځې، د بشري حقونو مدافعین، مدني فعالان، خبریالان، دیني عالمان، سلفیان، قومي مشران او د مقاومت جبهې سره د تړاو په تور یو شمېر نور ملکي وګړي شامل دي."

په راپور کې ویل شوي چې طالبانو په کندهار، غور او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي بنسټونو اړوند ۲۴۸ تنه کار کوونکي او د هغوی د کورنیو غړي یې نیولي دي.

د «رواداري» راپور همدرانګه ویلي چې د طالبانو حکومت په تیرو ۱۲ میاشتو کې ۴۲۱ تنه مدني فعالان، د ټولنیزو شبکو خبریالان، د پوهنتون استادان او دیني عالمان هم نیولي دي.

په راپور کې راغلي: "د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه بیا د ۲۰۲۲ میلادي کال د نومبر تر ۱۵ پورې په کابل، غزني، بدخشان، تخار، دایکندي، بامیان، هرات او بلخ کې ۱۳۶ ښځې نیول او بندیانې شوي دي.د ښځو د نیول کېدو تورونه له تیر حکومت سره کار کول او د ښځو د اساسي ازادیو په اړه د طالبانو د سختو سیاستونو په وړاندې د غږ پورته کول و."

راپور وايي چې دغه کسان تر ډېره د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست لخوا نیول شوي، خو زیاتوي چې نوري ادارې لکه ښاروالۍ، په ولایتونو کې امنیتي حوزې، د امر بالمعروف اداره او ځینې نورې ادارې هم پکې شاملې دي.

په دغه راپور کې راغلي چې د طالبانو لخوا د «کور څخه د تېښتې، او بې حجابۍ» له امله هم یو شمېر ښځې او نجونې نیول شوي دي.

دغه بنسټ همدرانګه زیاته کړې چې د طالبانو په حاکمیت کې هیڅ ډول حقوقي اسانتیاوې نشته او په خبره یې د طالبانو لخوا د قوانینو لغو کېدل د بشري حقونو سرغړونو ته د ځواب نه ویلو لامل شوي دي.

راپور کې راغلي چې په هرات، غرني، غور، فراه، پنجشېر، بدخشان، بامیان او بلخ ولایتونو کې د طالبانو حکومت لخوا د پخواني حکومت ۳۴ غړي اجباري ورک شوي دي.

د «رواداري» په نوم بنسټ د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د بشري حقونو نړیوالو کنوانسیونونه ته چې افغانستان یې غړیتوب لري احترام وکړي او پخپل سري توګه د خلکو له نیولو څخه ډډه وکړي.

دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې څخه هم غوښتي چې د خپل فعال او ګټور رول له مخې په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخ نقض مخنیوی وکړي.

د «رواداري» په نوم موسسه پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د طالبانو حکومت سترې محکمې نن دوشنبه ویلي چې په تېرو دریو میاشتو کې د درې ګونو محاکمو لخوا ۲۸۲۷۱جلده دوسیې حل او فصل کړي او ۶۱۱۲ جلده دوسیې مکتوبي اجرا شوې دي.

طالبانو لا د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې د خپل سرو وژنو په اړه د نړیوالو بشري حقونو د سازمانونو راپورونه بې اساسه او مغرضانه بللي وو.

د «راواداري» سازمان له بشري بنسټونو څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د خپل سرو وژنو او بشري حقونو د سرغړونو په اړه تحقیقات وکړي.

XS
SM
MD
LG