د ولسمشر دونالډ ټرمپ حکومت د چهارشنبې په ورځ، ډسمبر ۱۷، په تایوان باندې د څه باندې ۱۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو پلورل اعلان کړل، چې د هیمارز په نوم اوږد واټن د دقیق برید سیستم، د زرې ضد ډرون میزایل او د ټانک ضد جاویلین میزایل په کې شامل دي.
د تایوان د ولسمشر دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې د پوځي تجهیزاتو د خرڅلاوی په دغه تړون کې د تایوان تکتیکي شبکې او تکتیکي اویرنیس وسایلو په ګډون، اته ډولونه شامل دي.
د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت د امنیتي دفاع د همکارۍ څانګې ویلي دي چې په دې اړه یې د متحدو ایالتونو کانګرس ته د تصدیق ضروري اسناد سپارلي دي.
د تایوان د جمهوري ریاست د دفتر ویاند کو یا-هوی ویلي چې د تایوان حکومت له دې کبله «منندوی» دی او دا اقدام «یو ځل بیا د تایوان د روابطو د قانون او شپږو تضمینونو په اساس، له تایوان سره د متحدو ایالتونو دوامداره تعهد څرګندوي.»
دا د ولسمشر ټرمپ په دویمې دورې کې په تایوان باندې د پوځي تجهیزاتو د پلورلو دویم ځل دی، اول ځل د نومبر په ۱۳مه نېټه وه چې متحدو ایالتونو د ۳۳۰ ملییون ډالرو په ارزښت په تایوان باندې د جنګي جټ د پرزو خرڅول تائید کړل.
متحده ایالتونه له تایوان سره رسمي روابط نه لري، خو غیر رسمي روابط یې قوي ساتلي او د تایوان د روابطو د قانون په اساس د ځان د دفاع لپاره تایوان ته وسلې ورکوي او له دې پلوه د تایوان عمده تمویلوونکی دی.
فورم \ دبحث خونه