د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو نړیواله ورځ؛ په هرو څلورو افغانانو کې یې یو کډوال دی


د ډسمبر په ۱۸مه نېټه د کډوالو نړیواله ورځ بلل کېږي، ملګري ملتونه وايي چې څه باندې لس میلیون افغانان، چې د افغانستان د ټول نفوس څلورمه برخه ده، د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې کډوال دي او میلیونونه نور بیا په کور دننه له خپلو اصلي سیمو څخه بېځایه شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان ته د کډوالو شړل او ستنېدل هم په روان کال کې زیات شوي او یوازې له پاکستان او ایران څخه ۲.۶ میلیون افغان کډوال یا په خپله خوښه او یا په زوره افغانستان ته ستانه شوي، په دې حساب له ۲۰۲۱ کال راهېسې افغانستان ته د ستانه شویو افغانانو شمېر څلور میلیون ته رسېږي.

پاکستان او ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو شړل چټک کړي او هره ورځ زرګونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستنوي. د طالبانو حکومت وايي چې یوازې د چهارشنبې په ورځ له ایران او پاکستان څخه ۶۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام وايي چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په ستنېدو سره په دغه هېواد کې په کمزوریو روغتیايي سیستمونو او نورو تاسیساتو باندې فشارونه زیات شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې راستانه شوي افغانان د سرپناه، کار، صحي او تعلیمي خدمتونو له کموالي او په ټولنې کې د ګډېدو او ادغام له ستونزو سره مخامخ دي.

د اقلیم بدلون، سیلابونه، زلزلې، اقتصادي او بشري کړکیچونه په افغانستان کې دننه د افغانانو د بېځایه کېدو او بهر ته د وتلو یو لړ عوامل ګڼل کېږي.

په نړۍ کې کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان وايي چې دا مهال په نړۍ کې ۳۰۴ میلیون خلک- د نړۍ د ټول نفوس څلورمه برخه کېږي- له خپل هېواد څخه د باندې ژوند کوي.

دا سازمان وايي چې افغان کډوال چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند او کار کوي، نورو هېوادونو ته یې خپل خلاقیت، مهارت او تشبث انتقال کړي او په خپلو وطنونو کې هم له خپلو کورنیو سره مرستې کوي.

د کډوالو نړیوال سازمان ویلي: «په ۲۰۲۴ کال کې کډوالو تقریبآ ۹۰۵ میلیارد ډالر متوسطو او کمو عاید لرونکو هېوادونو ته استولي دي.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې مهاجرت «د پرمختګ عامل» دی. ګوتېرش لیکلي: «په همدې حال کې که مهاجرت په کمزوري ډول مدیریت شي او یا ناسم وښودل شي، نفرت او تفرقې ته لار پرانیستلای او د هغو خلکو ژوند، چې د امنیت او فرصت په لټه دي، له خطر سره مخامخ کولای شي.»

ملګري ملتونه وايي چې اکثریت کډوال او پناه غوښتونکي په خطرناکو لارو خپلو هدفونو ته ځانونه رسوي او د کډوالو د نړیوال سازمان د راپور په اساس، له ۲۰۱۴ راهېسې څه باندې ۳۳زره کډوال یوازې د مدیترانې په بحیرې کې غرق شوي او مړه شوي دي.


فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG