د لاس رسي وړ اتصالات

'اوچا' په ژمي کې بې سرپناه افغانانو سره د مرستو لپاره ۳۰ میلیون ډالر غواړي


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې ۷۴ سلنه افغان کورنۍ مناسبه سرپناه نلري.

اوچا د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۹ (سلواغې ۳۰) په روان ژمي کې د اړمنو افغان کورنیو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې اوس مهال ۵۶ سلنه افغان کورنۍ په نیمه زیانمنو سرپناو او ۱۸ سلنه نورې کورنۍ په پوره زیانمنو شوو سرپناو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د یادې ادارې ټینګار کړی چې افغان کورنۍ د ژمي په موسم کې له ناروغیو او خطرونو څخه د ژغورنې په هدف بېړنیو سرپناه و، د تودوخې موادو او کالیو ته اړتیا لري.

اوچا زیاته کړې چې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړۍ ربع د ژمې میاشتو کې اړمنو کورنیو د سرپناه برابرولو لپاره ۳۰.۱ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

اوچا پر داسې مهال په افغانستان کې د بې سرپناه افغان کورنیو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې چې په وروستیو کلونو کې په دغه هیواد کې د طبیعي افتونو، لکه زلزلو، سېلابونو، واورو، بارانونو او جګړو له امله د زرګونو کورنیو د ویجاړېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

همدارنګه ویل کیږي چې د تېرو کلونو جګړو له امله په زرګونو بېځایه شوې کورنۍ هم د ټاکل شوو کمپونو په خېمو کې ژوند کوي.

پر همدې مهال په بدخشان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز مسؤلینو ویلي چې نن یکشنبه سهار د دغه ولایت د راغستان ولسوالۍ په «دودره» سیمه کې د واورې ښویېدو له امله درې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ او درې ښځې ټپيان شوي دي.

بلخوا طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت ویلي چې تېره اونۍ په بدخشان ولایت کې د زلزلې له امله ۴۰ کورونه په بشپړه توګه او ۶۰ کورونه په نیمه توګه ویجاړ شوي دي.

د دغه وزارت د عامه اړیکو ادارې رئیس شفیع الله رحیمي پرون شنبه فبرورۍ ۱۸ (سلواغې ۲۹) رسنیو ته لېږلې ویډیويي پیغام کې همدارنګه ویلي چې تېره اونۍ په بدخشان فراه، جوزجان او بادغیس ولایتونو کې د واورې اورېدو، واورې ښویېدو او سېلابونو راوتلو له امله اته افغانان مړه شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې په یادو ولایتونو کې ۵۰ کورونه په بشپړه توګه او ۱۳۸ کورونه په نیمه توګه ویجاړ شوي دي.

طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت د عامه اړیکو مسؤل ویلي چې یاد وزارت د بهرنیو خیره بنسټونو سره په همکارۍ د روانې سلواغې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه بیا تر دا مهاله شاوخوا ۴۰زره کورنیو ته بشري مرستې رسولي دي.

د اوچا اداره پر داسې مهال په افغانستان کې د بې سرپناه افغان کورنیو د وضعیت په اړه اندېښنه ښيي چې د طالبانو حکومت تیره میاشت په افغانستان کې د سړې هوا له امله د لږ تر لږه ۱۶۶ کسانو د مړینې خبر ورکړی و.

ویل کیږي چې په افغانستان کې وروستۍ سړې هوا د ځاني زیان ترڅنګ خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اړولي او په زرګونه څاروي یې هم تلف کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) اداې هم تر دې مخکې ویلي و چې تیره میاشت د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د سختې سړې هوا له امله سلګونه ماشومان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG