د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان شتمنیو په اړه د بایډن پرېکړه غیر عادلانه ده 


ملګري ملتونه وايي د افغانستان بانکي سیستم د سقوط د ګړنګ په غاړه ولاړ دی
ملګري ملتونه وايي د افغانستان بانکي سیستم د سقوط د ګړنګ په غاړه ولاړ دی

د بخښنې نړیوال سازمان د امریکا د ولسمشر جوبایډن هغه پرېکړه چې‌ د افغانستان ۳.۵ میلیارد کنګل شوي ډالر به د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسمې د ترهګریزو پېښو قربانیانو ته ځانګړي‌ کوي، «غیرمنطقي او غیر عادلانه» بللې ده.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د دغه سازمان مقام د ښاغلي‌ بایډن دا پرېکړه «تېروتنه» بللې ده.

دا سازمان وايي چې د قربانیانو کورنۍ د وحشتناکو جرایمو له کبله «عدالت، جبران او حساب» غواړي،‌ خو په خبره یې دا پېسې د هغو خلکو نه دي ‌چې دا جرایم او بریدونه یې کړي دي،‌ بلکې دا د افغانستان د خلکو شتمنۍ دي، «هغه خلک چې اوس ډېر یې په نس وږي» دي.

دا سازمان وایي چې د افغانستان اقتصاد د سقوط د ګړنګ په غاړه ولاړ دی، د خوراکي موادو قیمتونه لوړ شوي او افغانۍ ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

ملګري ملتونه وايي چې په تېرو څو میاشتو کې په افغانستان کې بې وزلي‌ زیاته شوې ده او د دغه هېواد ۹۷ سلنه نفوس د ورځې تر دوو ډالرو په کم عاید باندې پايي او تر پنځو کالونو کم په هر دوو ماشومانو کې یې یو سو تغذی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي: «د نړۍ د نورو خلکو په څېر افغانان هم د کافي‌ خواړه د لرلو، سرپناه، تحصیل، صحت او امنیت حق لري او د ډېرو افغانانو دا حقونه له خطر سره مخامخ دي او ولسمشر بایډن یې باید ساتنه وکړي.»

دغه سازمان ټېنګار کړی دی چې د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ د طالبانو او د سپتمبر د یوولسمې د بریدګرو نه دي. دا پېسې په تېرو شلو کلونو کې راټولې شوې او د افغانستان د خلکو دي.

د ښاغلي بایډن له فرمان وروسته سپینې ماڼۍ وویل چې د محکمې له حکم پرته به د افغانستان بانک هېڅ پانګه د سپتمبر د یوولسمې پېښو قربانیانو ته نه ورکول کیږي. د بخښنې نړیوال سازمان د امریکا له حکومت څخه غوښتي‌ دي چې د افغانانو ژوند د خپل بهرني سیاست تر اهدافو لوړ وګڼي او د شتمنیو په اړه شوې پرېکړه باید لغوه کړي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې هم د ښاغلي بایډن په دغې پرېکړې انتقاد کړی و او په کابل او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې هم د دغې پرېکړې په ضد مظاهرې شوې دي. د طالبانو حکومت هم دا پرېکړه غندلې ده.

XS
SM
MD
LG