د لاس رسي وړ اتصالات

د ماین چاودنی کابل کندهار په لویه لاره ۹ تنه وژلی دی


آرشیف
آرشیف

د میدان وردګ ولایت د امنیې قوماندانی د امنیت آمر عبدالرزاق وایي چې د دوشنبی په ورځ سهار ۹ بجې د سپرلیو ډک یو ملي بس موټر چی د غزني نه د کابل په لورې روان و، د دغه ولایت د سید اباد د ولسوالۍ مربوط د سالارو په سیمه کې د سړک په غاړې په یو ښخ شوي ماین وخوت چې له امله یی ۹ تنه ملکي کسان ووژل شول او ۲۲ تنه نور ټپیان شول.

په بګرام کې د ایتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر په یوې خبر پاڼه کې د دې پیښی د پخلي تر څنګ د پیښې پړه په وسلوالو مخالفانو اچولې ده. خو تر اوسه پوري هیڅ کومې ډلې د دې پیښې مسوولیت په غاړه ندی اخستی.

د میدان وردګ ولایت امنیتي چارواکي وایي چی ټپیان د سید اباد روغتون ته رسول شوي دي د ځینو ټپیانو حالت د اندیښنی وړ بللی شوی دی.

XS
SM
MD
LG