د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د تشدد په پیښو کې ۸ کسان وژل شوي


په عراق کې نن د تشدد په پيښو کې اته کسان وژل شوي دي. د تشدد پيښې په داسي وخت کې کیږي چې په عراق کې انتخابات راروان دي. دغه د امریکايي ځواکونو د وتلو ورسته لومړي ځل دي چې په دغه هیواد کې انتخابات کیږي.

د تشدد د دغو پيښو په لړ کې اووه کسان هغه مهال ووژل شول چې د خالص سیمې ته نږدې په یوه کلي کې د سنیانو په یوه جومات راکټونه ولګیدل. خلګ په دغه جومات کې د جمعې په لمانځه ولاړ وو. په دغه جومات کې په لسګونو نور کسان ټپيان شوي هم دي. یو بل کس د کرکوک په ښار کې د شیعه ګانو په یو جومات کې هغه مهال ووژل شو چې یو بم وچاودید.


پرون بیا په بغداد کې یو ځانمرګي برید وشو چې لږ ترلږه پکښې ۲۷ کسان ووژل شول. دغه برید په یوه قهوه خانې کي وشو. په دغه اوونې کې په بریدونو کې تر ۷۰ کسان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG