د لاس رسي وړ اتصالات

په لوګر کې طالبانو ۱۱ تنه برمته کړي دي


طالبان وايي چې د یوې ملکي هلیکوپترې عمله او مسافر یې نیولي دي. دغه هلیکوپتره د لوګر د ازرې په ولسوالۍ کې، د خرابې هوا له کبله، بیړنۍ ناسته کړې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هلیکوپترې کې، چې د خوست نه کابل ته تلله، اته ترکان سپاره وو. په هلیکوپترې کې لږترلږه یو افغان او یو روسی هم سپاره وو. په یوه خپور شوي بیان کې، طالبانو ادعا کړې ده چې په دغه هلیکوپترې کې ۱۱ امریکایان او دوه افغان ترجمانان سپاره وو. د طالبانو له قوله د دې نه ورسته چې هلیکوپتره تباه شوه، طالبانو دغه کسان خوندي ځاي ته یووړل.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې امنیتي ځواکونه ساحې ته استول شوي دي. خو هغه دا و نه ویل چې په دغه هلیکوپترې کې څوک سپاره وو.

په افغانستان کې په لویو لارو تګ راتګ امنیتي خطرونه لري، دغه یې عامل دی چې زیاتره خصوصي شرکتونه هلیکوپترې کرایه کوي. دغه هلیکوپتره د خراسان د ملکي شرکت لخوا په کرایه ورکړل شوې وه. امریکا غږ د خراسان د کارګو یا د مالونو د انتقال د هوايي شرکت سره تماس ونیوی خو د دغه شرکت د دې نه انکار وکړ چې د لوګر د پیښې په اړه څه ووايي.

د لوگر والي ارسلا جمال امریکاغږ ته وویل چې د برمته شوو کسانو د موندلو په لړ کې یې د محلي مشرانو مرسته غوښتې او هغه هیله څرګنده کړه چې ټول مسافر به روغ رمټ خوشي شي.

د ناټو ویاند جنرال ګنټر کېتز وویل چې ځواکونه یې د افغان حکومت سره د هلیکوپترې د سپرلیو د موندلو او ژغورنې په عملیاتو کې همکاري کوي. هغه وویل: «غیر تصدیق شوي رپوټونه وايي چې یو ملکي هلیکوپتره د افغانستان په ختیځ کې ورکه شوې ده. ایساف د افغان چارواکو سره د دغې هلیکوپترې په پیدا کولو کې مرسته کوي. دغه هغه څه دي چې همداوس یې زه تاسو ته ویلای شم.»

ویل کیږي چې په لوګر کې، په نسبې توګه د طالبانو حضور ډیر دی. تیره عیسوي میاشت، په دغه ولایت کې افغان او نړیوالو ځواکونو عملیات کړي وو چې په نتیجه کې یې د شلو نه زیات وسله وال ووژل شول او په لسګونو نور ونیول شول.

په عین وخت کې، آیساف به یوه خبرپاڼې کې، چې د دوشنبې په ورځ یې خپره کړې، ویلي دي چې افغان او ایتلافي ځواکونو د حقاني د شبکې یو مشر نیولی دی. دوی دا هم ویلي چې د افغانستان په جنوب کې یې د طالبانو یو ځايي مشر وژلی دی. آیساف زیاته کړې ده چې دغه کس په افغان او نړیوالو ځواکونو باندې دیو شمیر بریدونو مسولیت په غاړه درلود. آیساف دا خبره هم تایید کړه چې د آزبکستان د اسلامي حرکت یو مشر وژل شوی دی. د آزبکستان آسلامي حرکت یو له هغو وسله والو ډلو نه ده چې به افغانستان کې فعالیت کوي.
XS
SM
MD
LG