د لیبیا په پایتخت طرابلس کې چارواکو وویل چې نن سهار د فرانسې په سفارت د موټر بم برید شوی دی چې پکښې د سفارت دوه ساتونکي ټپیان شوي او د سفارت ساختمان ته ډیر تاوان رسیدلی دی.
د لیبیا د بهرنیو چارو وزارت دغه یوه تروریستي پيښه وبلله.
د فرانسې جمهورریس فرانسوا هولانډ وویل چې حکومت یې تمه لري چې لیبیايي چارواکي د پيښې په اړه څیړنې وکړي ترڅو هغه کسان چې په دغه برید کې یې لاس درلود د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
هغه دا هم زیاته کړه چې د دغې بمي چاودنې هدف ټول هغه هیوادونه دي چې د تروریزم خلاف جګړې کې ښکیل دي.
د هغه وخت نه چې په لیبیا کې معمر القذافي راپرزول شوی دی، لیبیا د بې ثباتې او تشدد خلاف مبارزه کوي.
د تیرعیسوي کال د سپټمبر په میاشتې کې د لیبیا د بنغازي په ښار کې د امریکا په قنسګلرۍ برید وشو چې پکښې د امریکا د سفیر په شمول څلور امریکایان ووژل شول.