د افغانستان د روغتیا وزارت په کابل کې د مور له شیدو د ماشوم د تغذې نړیواله اونۍ ولمانځله.
د روغتیا وزیرې ثریا دلیل وویل د مور د شیدو په وسیله د ماشوم سمه پالنه د دې سبب کیږي چې د مور او ماشوم د مړینې کچه ۲۲ فیصده کمه شي.
یونسیف وایي چې په افغانستان کې شاو خوا پنځوس په سلو کې میندې خپلو ماشومانو ته خپلې شیدې نه ورکوي.
میرمن دلیل وایي د میندوارۍ په دوره کې د میندو څخه قانوني او حقوقي پالنه د دې وزارت د پروگرامونو په جمله کې راځي.
د ماشومانو د ملاتړ یوې موسسې په خپل راپور کې ویلي دي چې افغانستان د مور د شیدو په وسیله د ماشوم د تغذیې په برخې کې لاس ته راوړنې لري. خو دغه موسسه دا هم وايي چې په دې برخې کې اوس هم ډیرې ستونزې شته.
ماشوم ته د مور د شیدو د ورکولو د اهمیت په اړه د ډاکټر محمدالله فیض سره د امریکا غږ آشنا تلویزون مرکه دلته لیدلی شی.