د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: شواهد د کیمیاوي وسلو استعمال تاییدوي


ملګري ملتونه وايي چې «ښکاره او د قناعت وړ شواهد» شته چې ښيي په سوریې کې دې کیمیاوي وسلې استعمال شوې وي.
ملګري ملتونه وايي چې «ښکاره او د قناعت وړ شواهد» شته چې ښيي په سوریې کې دې کیمیاوي وسلې استعمال شوې وي.
د ملګرو ملتونو پلټونکي وايي چې داسې «ښکاره او د قناعت وړ شواهد» سته چې ښيي تیره عیسوي میاشت دمشق ته نږدې په پراخه اندازه کیمیاوي وسلې استعمال شوې چې په سلګونو کسان یې وژلي دي.

د خبرې آژانسونو د راپورونو په اساس کومې نمونې چې د ملګرو ملتونو پلټونکو راټول کړي دي ښيي چې دمشق ته نږدې د غوطې په سیمې کې «د ځمکې نه ځمکې راکټونه چې د سرین ګاز یې انتقالول» استعمال شوې دي.

د ملګرو ملتونو پلټونکو ته دا دنده سپارل شوې وه چې دا معلومه کړي چې آیا د اګست په ۲۱ نیټه، دمشق ته نږدې، کیمیاوي وسلې استعمال شوې وي او که نه؟ خو د دغو پلټونکو بیا دا ماموریت نه درلودی چې دا معلومه کړي چې کیمیاوي وسلې چا استعمال کړې دي.

په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه د ملګرو ملتونو د پلټونو راپور د هغو شواهدو په اساس جوړ شوی دی چې د سیمې نه راټول شوي دي.

د امریکا متحده ایالات وايي چې د اګست د ۲۱ نیټې برید، چې پکښې کیمیاوي وسلې استعمال شوې، د سوریې حکومت کړی دی. امریکا دا هم وايي چې په دغه برید کې تر ۱۴۰۰ ډیر کسان وژل شويدي.

خو د سوریې حکومت ویلي دي چې د کیمیاوي وسلو برید دوی نه دی کړی. په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشار جعفري وايي: «موږ هیڅ داسې شی نه لرو چې پټ یې کړو. برعکس، موږ انتظار کوو، تمه لرو او غوښتنه لرو چې د پلټونکو ډله خپل بشپړ راپور وړاندې کړي.»

د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو د برید مسولیت د یاغیانو په غاړه اچوي.


د سخت پریکړه لیک اړتیا

امریکا، بریتانیا او فرانسې موافقه کړې ده چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د ویجاړولو لپاره د ملګرو ملتونو سخت پریکړه لیک ته اړتیا شته.

د امنیت د شورا د دغو درېیو دایمي غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ د سوریې په اړه په پاریس کې خبرې وکړي. د دغو درېیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي چې په پریکړه لیک کې باید چې د سوریې حکومت ته دقیق او لازم الاجرا مهال ویش وټاکل شي تر څو دغه هیواد خپلې کیمیاوي وسلې نړیوالې ټولنې ته تسلیم کړي.

په پاریس کې د غونډې نه مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري خبردارې ورکړی و چې که چیري سوریه د کیمیاوي وسلو د ویجاړولو موافقه عملي نه کړي نو د پوځي اقدام سره به مخ شي.

ښاغلي کېري وویل: «د قوې د استعمال ګواښ رښتنی دی او د اسد رژیم او ټول نور هیوادونه چې برخه لري باید وپوهیږي چې ولسمشر اوباما او امریکا د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره ژمن دي. موږ نه شو کولای چې په نړیوالو چارو کې خالې خبرې ولرو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه خبرې په بیت المقدس کې د اسراییلو د صدراعظم سره د ملاقات په وخت کې کړې دي.


د پلټونو راپور او اغیزې یې

که راپور هرڅه ووايي خو داسي معلومیږي چې د سوریې سرنوشت د دیپلوماتانو په لاس کې دی.

دیپلوماتان هیله لري چې د روسیې او امریکا ترمنځ د شوي قرارداد په اساس به د سوریې کیمیاوي وسلې ویجاړې شي.

د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انستیتوت کارپوه ، مارک فېتز پاټریک وايي چې دسوریې په اړه به د نړیوالو ترمنځ اختلافات همداسې دوام پیدا کړي.

ښاغلي پاټریک وايي: «روسیه به دا رد کړي چې د سوریې حکومت دې دغه کار کړی وي او امریکا، بریتانیا او فرانسه به په دې ټنګار وکړي چې دغه کار د سوریې د حکومت و. دغه اختلافات به دوام پیدا کړي او د د ملګرو ملتونو د واضح او د نافذیدو وړ پریکړې مخه به ونیسي.»

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې امریکا به هر هغه څه چې یې په وس وي وکړي چې د سوریې کرکیچ ته سیاسي حل لاره پيدا کړي. خو د امریکا ولسمشر باراک اوباما بیا ویلي دي چې ترهغو چې په سوریې کې واک د بشارالاسد په لاس کې وي نو په دغه هیواد کې به جګړه ادامه پیدا کړي.

د اوس لپاره خو نړیوالو په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د ویجاړولو په پلان باندې اکتفا وکړي او داسي نه بریښي چې په سوریې کې دې کورنۍ جګړه پای ته ورسیږي.
XS
SM
MD
LG