د لاس رسي وړ اتصالات

په ملګرو ملتونو کې د سوریې د کړکیچ په اړه خبرې شوي


د ملګرو ملتونو سرمنشي د امریکا، روسیې، بریتانیا، فرانسې او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو سره وکتل
د ملګرو ملتونو سرمنشي د امریکا، روسیې، بریتانیا، فرانسې او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو سره وکتل
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په دوهمه ورځ د غړو هیوادونو یو شمیر مشرانو ویناوې وکړي او د سوریې د کرکیچ، په کېنیا باندې د تروریستي برید، د جنایاتو د نړیوالې محکمې او ځینو نورو مسایلو یې خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډه په دوهمه ورځ د ۳۰ څخه د ډیرو هیوادونو مشرانو خپلې ویناوې واورولې او په مختلفو موضوعاتو یې خبرې وکړي.

د اروپايي اتحادیې رئیس هېرمن وان رومپي د سوریې د کرکیچ د ختمولو په اړتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي رومپي وویل چې د تیر کال د سپټمبر په میاشت کې د سوریې په جګړې کې ۲۵۰۰۰ کسان وژل شوي او د سوریې نه دوه نیم سوه زره کسان مهاجر شوي وو. خو هغه وویل چې اوس په سوریې کې د مړو شمیره سلو زرو ته رسیدلی او دوه میلیونه نور کسان بیا مهاجر دي.


د اروپايي اتحادیې رئیس وویل: «موږ نه شو کولای چې د جنایاتو او فرقه ییز تشدد ویرونکې لړۍ، د نړۍ د بې ثباته سیمې په مرکز کې داغسې پریږدو. کال ته به چې موږ بیا غونډه کوو د [سوریې] وضعت څنګه وي؟»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون د امنیت د شورا د دایمي غړو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره د غرمې ډوډۍ وخوړله او د سوریې کرکیچ ته یې د یوې سیاسي لارې د پيدا کولو په هڅو خبرې وکړي. په دغه کتنې کې د سوریې پر کیمیاوي وسلو د څار او خوندیتوب په اړه هم خبرې وشوي.

په غونډې کې نور مسایل

د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په لسګونو غړو هیوادونو د وسلو د تجارت تړون هم لاسلیک کړ. د دغه تړون په ترڅ کې به د وسلو د نړیوال تجارت په برخې کې قوانین وضع شي.

ملګري ملتونه وايي چې د کاله نیم میلیون کسان په دودیزو وسلو وژل کیږي.
امریکا هم، چې د نړۍ په کچه د وسلو تر ټولو لوی صادرونکی هیواد دی، دغه تړون لاسلیک کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل: «دغه به د تروریستانو او د نورو خرابکارو لاس ته د وسلو د رسیدو څخه مخنوی وکړي. دغه به په نړیواله کچه د دودیزو وسلو د انتقال خطر کم کړي، چې ورباندې د نړۍ تر ټولو بد جنایات ترسره کیږي.»

د ایتوپيا صدراعظم چې اوس افریقايي اتحادیې ریس دی په خپلې وینا کې د جنایاتو په نړیوالې محکمې باندې نیوکه وکړه. هغه وویل چې دغه محکمه د افریقايي اتحادیې مشران په نښه کړې دي.

د نړۍ مشرانو د کېنیا په مرکز نایروبي کې ترورستي برید چې د الشباب د وسله والو لخوا وشو وغانده.

بل پلو ته، د مرکزي افریقا د جمهوریت د کړکیچ په اړه هم خبرې وشوي. ملګري ملتونه وايی چې د مرکزي افریقا په جمهوریت کې تر یو نیم میلیون ډیر کسان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري.

د سوډان ولسمشر عمر البشیر بیا د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې حضور نه درلود. په هغه باندې د جنایاتو نړیوالې محکمې د سوډان د دارفور په سیمې کې د جنګي جنایاتو او عامه وژنې تورونه لګولي دي او که راغلی وای نو امکان یې و چې په نیویارک کې نیول شوی وای.

د ولسمشر عمرالبشیر پرځای به د جمعې په ورځ د سوډان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي.
XS
SM
MD
LG