د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: طالبانو د افغانستان د پخواني حکومت د مقاماتو او پوځیانو نیولو، شکنجې او وژلو ته دوام ورکړی


په کابل کې یو شمیر طالب جنګیالي په پوځي یونیفورم کې
په کابل کې یو شمیر طالب جنګیالي په پوځي یونیفورم کې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" په یو راپور کې د روان ۲۰۲۴ کال د پیل څخه مارچ د میاشتې ترپای پورې د افغانستان بشري وضعیت ارزولی چې په کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانانو د بشري حقونو څخه د سرغړونو د دوام یادونه شوې ده.

دا راپور چې د چهارشنبې په ورځ مې اول (ثور۱۲) خپور شوی په کې د ملکي وکړو تلفاتو، ښځو حقونو، رسنیو ازادي، نیولو، شکنجه کولو، ناسم چلند، د پخواني حکومت د مامورینو د قانون بهر وژل، د طالبانو د محکمو له خوا فزیکي سزاګانې او اعدامولو اړوند مسایلو ته ځای ورکړل شوی دی.

د پخواني رژیم له پوځي کارکوونکو غچ اخیستل

د يو ناما دفتر د بشري حقونو څانګې ویلي چې د طالبانو د مشر د عمومي بخښنې او د طالبانو د چارواکو د پرله پسې ټینګار سره سره په خپلسر د نیولو، ښکنجې او ناسم چلند او د قانوني ادارو د پریکړو پرته د پخواني رژیم د پوځیانو د وژلو په اړه راپورونه ترلاسه کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د جنورۍ او مارچ ترمنځ یوناما د بشري حقونو لږترلږه د خپلسر نیونو او توقیف ۳۸ موارد د شکنجې او ناوړه چلند، لفظي ګواښونو لږترلږه ۱۰ پیښې او لږترلږه د پخواني رژیم د څلورو چارواکو او د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د منسوبینو صحرايي وژنو پیښې مستند کړي دي".

ملکي تلفات

د یوناما د راپور پر اساس د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د شپږمې څخه تر ۱۱ پورې په کابل کې د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو درې چاودنې شوي چې د ۷۹ کسانو د مړینې او ۶۸ تنو نورو د ټپي کیدو سبب شوي دي.

د یوناما د راپور له مخې د اسلامي دولت داعش خراسان څانګې ددغو دریو بریدونو څخه د دوو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

یوناما ویلي: " د جنورۍ د میاشتې په۱۱ له غرمې وروسته شاوخوا ۳ بجې د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې په یو سوداګریز مرکز کې یوه چاودنه وشوه. په دې برید کې لږ ترلږه درې تنه ووژل شو او ۳۵ نور ټپیان شو. هیچا ددې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی".

همداشان یوناما د کندهار د ښار په لومړۍ ناحیه کې د کابل بانک د یوې څانګې مخ ته ځانمرګي برید ته هم اشاره کړې او ویلي دي چې یو ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته د طالبانو د پولیسو د منسوبینو په منځ کې چاودونه ورکړه. په دې پیښه کې چې د مارچ د میاشتې په ۲۱ رامنځ ته شوې ۲۵ کسان مړه شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي. داعش ددې برید مسوولیت هم په غاړه اخیستی دی.

همداشان د مارچ د میاشتې په ۱۸ د خوست او پکتیکا په ولایتونو باندې د پاکستان د هوايي ځواکونو د بریدونو او په سرحدي سیمو کې د وسله والو نښتو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ملکي وکړي وژل شوي دي.

یوناما وايي چې ددغو بریدونو وروسته د طالبانو او پاکستاني سرحدي ساتوونکو ترمنځ د پکتیا ولایت په سرحدي سیمو کې نښتې شوې چې له امله یې څلور ملکي وګړي وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه تنه نور ټپیان شوي وو.

خو یوناما په دغه راپور کې ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ددغه هیواد د هوايي ځواکونو په بریدونو کې د ملکي تلفاتو په تړاو راپورونه رد کړي دي.

د ښځو حقونه

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر په دغه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله روان ۱۴۰۳ لمریز تعلیمي کال د شپږم ټولګي څخه په پورته دورو کې د نجونو د حضور پرته پیل شو.

په دې راپور کې ویل شوي: " د حاکمې ادارې د پوهنې وزارت (طالبانو حکومت) له خوا په کابل کې د نوې تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې د ګډون لپاره رسنیو ته په استول شوې بلنلیک کې د ښځو لپاره په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو لپاره د مراسمو په ځای کې د مناسب ځای د نشتون له امله له هغوی غوښتل شوي وو چې په دغو مراسمو کې ګډون ونکړي".

همداشان یوناما په دغه راپور کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف ونهی عن المنکر وزارت د حجاب د اغوستلو کړنلارې باندې عمل دوام موندلی، خو د کړنلارې تطبیق په هغه کچه نه دی چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او روان کال کې د تطبیق په برخه کې د شدت او زور څخه کار اخیستل کیده.

د تیر ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پولیسو په ملاتړ د کابل په لویدیځ او ځینو نورو برخو کې په لسکونو ښځې او ځوانې نجونې د مناسب حجاب د نه اغوستلو په تور ونیولې او په زندان کې واچولې.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو د حکومت دغه اقدامات وغندل او د نیول شویو ښځو او نجونو د خوشې کیدو غوښتنې یې وکړې.

اعدام او فزیکي سزاګانې

د یوناما د راپور له مخې طالبانو د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې درې تنه په غزني او جوزجان ولایتونو کې په عام محضر کې اعدام کړي دي. یوناما ویلي چې د طالبانو د حکومت دریو محکمو د اعدام دا سزاګانې تورونو ته تائید کړې وې.

یوناما ویلي چې د طالبانو حکومت واک ته د رسیدلو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې د ۲۰۲۴ کال د مارچ د میاشتې تر وروستیو په افغانستان کې په عام محضر کې د اعدام د سزا پنځه پیښې ثبت کړي دي. ددغو پیښو یوه یې په ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په اووم د فراه په ولایت کې او بله یې د ۲۰۲۳ کال د جون په ۲۰ د لغمان په ولایت ثبت کړې ده. همداشان د یوناما په دغه راپور کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې تورنو ته د دُرو د وهلو په اړه هم معلومات ورکړل شوي او ویل شوي چې لږترلږه هره اونۍ تورونو ته دغسې فزیکي سزاګانې ورکول کیږي.

د رسنیو ازادي

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" په خپل دغه راپور کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د رسنیو او افغان خبریالانو د وضعیت په اړه ویلي چې خبریالان او رسنۍ د مختلفو ننګونو او ګواښونو سره مخ دي.

په دې راپور کې ویل شوي:" سره له دې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په یو ننکونکي چاپیریال کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي. رسنۍ د پام وړ مالي ننګونو سره مخ دي د برحاله چارواکو له خوا د یو لړ محدودیتونو د وضع کیدو سربیره دوی د کار په جریان کې د خپلسري توقیف د خطر سره مخ دي".

یوناما په دې راپور کې د یو شمیر افغان خبریالانو نیولو ته په ځانګړي ډول په ۲۰۲۴ کال کې د جاپان د کیوډو اژانس افغان خبریال، د اطلاعات ګردش خبري اژانس د دوه خبریالانو، پژواک خبري اژانس یو خبریال او د خامه پریس د یو مدیر نیولو پیښو ته هم اشاره کړې ده. ددې سربیره یوناما د کندهار په ولایت کې د طالبانو د چارواکو له خوا د غونډو د عکسونو پر اخیستلو بندیز یادونه هم کړې ده. د طالبانو حکومت لا د یوناما دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی. خو دمخه طالبانو د حکومت چارواکو د بشري حقونو د نړیوالو ادارو راپورونه د خپل حکومت پر خلاف پروپاکند بللی و. تیره اونۍ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ته، چې په کې طالبان په پراخه توګه د بشري حقونو په سرغړونو تورن شوي، په غبرګون کې ویلی چې لویدیځ هیوادونه دې پر افغانانو خپل فرهنګ نه تحمیلوي، د افغانستان خلک مسلمانان دي او حقوق یې د شریعت پراساس تعریف کیږي.

ذبیح الله مجاهد د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي راډیو ته ویلي و چې امریکا او لویدیځو هیوادونو کې د بشري حقونو د ارزښتونو په توګه تعریف کیږي، شاید په افغانستان کې هغه ډول تعریف نشي.

مجاهد وویل: "لومړی دا چې د افغانستان خلک مسلمانان دي او د هغوی حقونه د اسلامي شریعت په مدار کې تعریف کیږي او حقونه یې ورکول کیږي. داچې امریکا او یا کوم بل لودیځ هیواد د بشري حقونو په تړاو خبرې کوي، هغوی دې لودیځ فرهنګ پر نورو هیوادونو نه تحمیل کوي. کوم څه چې په امریکا کې بشري حقونو په نوم تعریف کيږي شاید په افغانستان کې هغسې نه اوسي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG