د لاس رسي وړ اتصالات

ملي کانګرس: ملت دې د زورواکو په خلاف ودریږي


د دغه ګوند ځینو غړو په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل " ټاکنې باید د ټولو افغانانو په ګډون او شفافه وي."

د ملي کانګرس غړي محمد عیسی اسحاق زی وایي هیله یې دا ده چی انتخابات باید شفافه عادلانه او دیموکراتیک وي، څو ټول افغانان د برابرو فرصتونو په درلودو سره خپل راتلونکی حکومت غوره کړي او دا حکومت دې د زورواکانو او فساد له ګواښ پرته او د خلکو د آزادې رایې پر اساس جوړشي.

" افغانانو او نړیوالې ټولنې ته زموږ وړاندیز دا دی چې په ټآکنو کې دې د زورواکانو د ګواښونو په وړاندې مقاومت وکړي څو دوي ونه توانیږي د آزادو او دیموکراتیکو ټاکنو په وړاندي خنډونه پیدا کړي."
کانګرس په دې باور دی چی " دوولس کاله دمخه او د لومړي بن په کنفرانس کي ژمنه شوې وه چې په افغانستان کې به بشري حقونه ساتل کیږی ، ملي ګټې به پالل کیږی او دا هیواد به د قانون پر اساس د پرمختګ مزلونه لنډوي خو د کانګرس والو په وینا نه یواځی داسی ونه شول بلکه نن سبا په افغانستان کې د بشري حقونو ناقضین لا هم ځواکمن کیږي او د دې تابیا لري چې د افغانانو راتلونکی برخلیک هم په خپل واک کې وساتي .

له بلی خوا د دغه ګوند بل غړی سید نعیم مجروح په دې باور دی چې " نن سبا د افغانستان د قضایي ادارې تر ټولو په فساد ښکیلې ادارې دي ځکه دغو ادارو تر دې دمه د افغانانو په حق کې جنایتکاران ندي محاکمه کړي، او نه یی هم سزا ورکړیده ."
نعیم مجروح وایي " د دې لپآره چې په ټاکنو کې شفافیت موجود وي باید دا وڅیړل شي چې د نوماندانو وړاندې شوي کارتونه ریښتینی دي که جعلي .؟"

له بلی خوا نعیم مجروح وایي ملګري ملتونه هم باید د ټاکنو لپاره مرسته وکړي او تر ټولو غټه مرسته یې داده چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ناقضینو لیست دی خپور کړي ځکه دا کار د افغان دولت د وس نه بهر یو اقدام دی.

" ناقض د حقوق بشر په خپله د بشري حقونو له سازمان سره ثبت دی. د افغانستان دولت ونه توانیدو هغه راپور چی د بشري حقونو سازمان ترې غوښتی و ، وروړاندې کړي نو ځکه خو نږدې ده چې افغانستان د بشري حقونو د سازمان نه وایستل شي. نو باید ملګری ملتونه دا راپور خپور کړي که غواړي په افغانستان کی امن او سوله راشي او فساد له منځه ولاړ شي نو باید موږ سره همکاری وکړي."

د نعیم مجروح په وینا د " افغانستان ولسي جرګه هم د دغو ناقضینو لیست له ځانه سره لري. خو ځکه یی نه خپروي چې غواړي بیا هم یو زور واکه او د بشري حقونو ماتونکی پر دې هیواد حکومت وکړي. "
د هغه په وینا که دا کار کیږي نو د هیواد حالت به له بد نه بد تر شي .
له بلی خوا د بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکې هم نن د یولاریون په ترڅ کی د ټآکنو شفافیت وغوښت.

د دغی شبکې ویاند میثم احسانی وایي د ټآکنو کمیسیون او د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون باید د نوماندانو کارنامې وڅیړي ځکه چې اکثره دغه نوماندان په فساد کې ښکیل دي او دوي یی په ټآکنو کی ګډون نه غواړي.

" د ټآکنو خپلواک کمیسیون باید د نوماندانو له لیست نه دغه راز نوماندان حذف کړي او بله غوښتنه مو داده چې د میرمنو د ګډون لپآره دې لاره هواره شي. د رایو ورکولو مراکز دې زیات شي، د نوماندانو راوړل شوي کارتونه دې وڅیړل شی ځکه دا کارتونه په ډالرو راپیرودل شویدي.
د دغه لاریون بله ګډونواله سوله نیازی چی د بدلون لپآره د ځوانو فعالانو د شبکی غړې ده هم وایي چې په ټآکنو کې د ښځو د ګډون ستونزې خورا پراخې دي.
" لریو پرتو سیمو کې د رایو مرکزونه نشته چې خویندې لاړې شي کارت واخلي. د کارتونو د پلورلو مسئله هم شته. اکثره کارتونه د خاصو نوماندانو لپآره په پیسو اخیستل شویدي. یو قاتل انسان لپآره مونږ ته یو شمیر خبرتیاوې رارسیدلي دي او په خپلو سترګو مو هم لیدلي دي."

د بدلون د شبکې دغه فعالان وایي اندیښنه یې داده چی اوس یواځی د نوماندۍ د ثبت لپآره د ښځو څخه کارتونه په بیه اخیستل شویدي او که دا کار د رایو ورکولو په مهال هم وشي نو د دوي اندیښنه دا ده چې راتلونکې ټآکنې به یې له درغلۍ، د ناوړه او زورواکو بیا واکمن کیدل او د افغان ملت د بدبختۍ پرته بل څه نه وي.
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG