د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی د تړون د لاسلیکولو لپاره پر شرایطو ټینگار کوي


د ولسمشر کرزي ځانگړې مرکه
د ولسمشر کرزي ځانگړې مرکه
حامد کرزی:
د ازادي رادیو سره په مرکه کې ولسمشر حامد کرزي وویل:
«.. په ټولو ملي مهمو مسایلو کې چې په دې تیرو دولسو کالونو کې زه مسوول یم دلته ما جرګه راغوښتې ده او بې جرګې مې هیڅ فیصله په هیڅ ملي مورد کې نه ده کړې.»

ښاغلي حامد کرزي د امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د وروستنۍ مشورتي لویې جرگې د مشورو په هکله وویل چې د جرگې مشورې ته بشپړ درناوی لري او د هغه د تائید وړ ده:

«.. په جرګه کې له امریکایانو سره د امنیتي قرارداد د تړون تایید وشو... دا قرارداد موږ د افغانانو په ګټه بولو خو شرط پکې د افغانستان د کورونو امنیت دی چې امریکایان حملې پرې ونه کړي او شرط پکې د افغانستان سوله ده. که سوله رانه شي دا قرارداد به د افغانستان لپاره شر شي نه خیر.»

د ازادي رادیو سره د ولسمشر کرزي ځانگړې مرکه
د ازادي رادیو سره د ولسمشر کرزي ځانگړې مرکه

ددې پوښتنې په ځواب کې چې مخکې مو شرطونه دا وو چې سوله به راځي، په انتخاباتو کې به کمک کوي او د افغانستان د خلکو کورونو ته به هم نه ورځي، مګر له میرمن رایس سره په لیدنه کې مو د دوشنبې په ورځ له ګوانتنامو څخه د ١٧ بندیانو د خوشي کیدو غوښتنه هم کړې ده، دا مو څرنګه ورزیاته کړه؟ ښاغلي حامد کرزي وویل:

«.. دا خو د جرګې غوښتنه وه. که تاسو د جرګې ۲۹ ماده وګورئ په هغه کې یې لیکلي دي چې امریکایان دې افغاني بندیان چځ په ګوانتنامو کې دي فورا د افغانستان دولت ته ورتسلیم کړي، نو که امریکا د جرګې د فیصلې په اساس یوه ماده د جرګې غواړي چې ژر عملي شي چې امضاء ده او دا بله ماده یې نه غواړي چې عملي شي دا خو د منلو وړ نه ده.»

د تړون د ژر لاسلیک کولو په هکله د ولسمشر کرزي غبرگون:
«امریکایان خپله برنامه لري، امریکایان خپل پروګرام لري دا چې د دوی د پروګرام شاته څه دي دا د دوی کار دی خو موږ افغانان باید خپله برنامه ولرو، خپل پروګرام ولرو. موږ وښووله امریکا ته چې افغانستان له دوی سره د دوستۍ او د اتحاد غوښتونکی دی، مخالفت نه ورسره لري، خو افغانان په دې دوستي او دې اتحاد کې له امریکا سره د افغانستان خیر هم غواړي.» هغه زیاته کړه، «ناممکنه خبره ده چې امریکا به له موږ څخه امنیتي سند غواړي او زموږ خلک به د شپې د امریکا له بیرې خپل کور کلی پریږدي، نو که امریکا له موږ څخه امنیتي سند غواړي امریکا دې د افغانستان د خلکو د کورونو عزت وکړي او د افغانستان کلی، بچی، نر ښځه دې په خپل کور کې په امن او په مصونیت او په عزت ژوند وکړي. دوهم بیا راځم، سوله، بې سولې دا قرارداد د افغانستان لپاره شر راولي نه خیر دلیل یې وروسته درته وایم.»

د آزادۍ رادیو له ښاغلي کرزي نه وپوښتل چې تاسې لویې جرگې ته په وینا کې وویل، په افغانستان کې سوله د امریکا او پاکستان په لاس کې ده، پر دې که رڼا واچوئ چې څرنګه د امریکا او پاکستان په لاس کې ده؟

د ولسمشر کرزي ځانگړې مرکه
د ولسمشر کرزي ځانگړې مرکه

حامد کرزی:
« په ډیر دلایلو، په اوراقو په اسنادو. زما په نظر په افغانستان کې دا جنګ یو جوړ شوی جنګ دی چې په هغه کې افغانان د نورو د منفعتو لپاره قرباني کیږي او قرباني شول. ... زما سره معلومات شته، زه نه غواړم چې نن په دې مصاحبه کې دغه معلومات ټول تاسو ته مخکې کړم ځکه چې وخت یې نه شته او هغه باید چې په یوه بل محفل کې وشي هغه معلومات دا ښيي چې په تمامه معنی امریکا په اوله مرحله کې او بیا پاکستان په دوهمه درجه کې د دې توان لري چې په افغانستان کې سوله برقراره شي او که دوی سوله د دې دپاره نه غواړي چې دوی لس کاله نور خپل اهدافو ته لاره ولري، زموږ د ژوندانه په قیمت، زموږ د امنیت په قیمت، زموږ د کورونو د عدم مصونیت په قیمت دا قیمت موږ نه شو ورکولی، دې ته حاضر نه یوو. حاضر یوو چې قرارداد ورکړو خو په دې شرط چې په افغانستان کې سوله راشي.»

پوښتنه:
«یعني رییس صاحب تاسو وایاست چې دغه ناارامه وضعه چې په مملکت کې- هیواد کې- اوس روانه ده دا د دې مسوول پاکستان او امریکا ده او که دوی کولی شي چې دغه وضعه سمه کړي او ارامه یې کړي؟»
حامد کرزی:
«په ډیره پیمانه دوی مسوولیت لري. د افغانستان حکومت هم په دې کې مسووله دی. زموږ کمزورۍ، زموږ خرابۍ په دې کې شته.»
پوښتنه:
مثلا پاکستان څه کولی شي؟
حامد کرزی:
«اډې په پاکستان کې دي تاسو خبریاست او امریکا هم دا غواړي چې اډې په پاکستان کې وي. د امریکا اخبارو په وارو وارو دا نشریات کړې دي چې د امریکا قراردادونه ورځي مصلح ډلو ته او هغه پرې پیاوړي کیږي او بیا په هغه هاغه ډلې جنګ کوي. دا قراردادونه ولې ورکول کیږي؟ شپږ کاله دمخه اووه کاله دمخه چې زما او د امریکا شخړه شوه پر شخصي امنیتي کمپنیو باندې، دا شخصي امنیتي کمپنۍ څوک وې او ما ولې پر دې شخړه وکړه؟ دا شخصي امنیتي کمپنۍ ټول هغه کسان وو چې امریکایانو پالل، امریکایانو روزل، یو نیم دوه میلیارډه ډالر یې د کال ورکول او هغوی د امریکا په ظاهر کې قطارونه له یوځایه بل ځای ته رسول خو په حقیقت کې د ناامنۍ لوی عوامل وو لویې لارې یې راخرابولې، خلک یې ازارول، چورچپاول یې جوړ کړی و او د افغانستان د حکومت د نمو مخه یې نیولې وه. د افغانستان د پولیسو په مقابل کې ولاړ وو. امریکا کې زموږ سره صادقه وه ولې یې زما سره پر دې شخړه وکړه؟ ولې یې دا راسره ونه منله چې دا صحیح ده دا ګروپونه موږ د بین نه وړو تر اوسه پورې لا پرې اخته دي. د پاکستان سره امریکا کولی شوای چې په ډیر صراحت خبرې وکړي او سوله راته راولي. که جنګ په داخل کې د افغانستان دی او طالبان دي نو طالبانو خو د افغانستان خلک دي – صحیح – نو بیا داخلي جنګ شو په داخلي جنګ کې بیا امریکا څه کوي چې ولاړه ده پریږدي چې افغانان په خپل مابین کې. که د تروزم پر خلاف جنګ دی دی په خپله وایي چې اډې یې دباندې دي نو بیا دې ورشي هلته دې چاره وروکړي.»
پوښتنه:
نو بیا تاسو فکر کوئ چې د افغانستان حکومت کولی شي چې له طالبانو سره یې امنیتي قواوې جګړه وکړي؟
حامد کرزی:
«زموږ کار دی هغه موږ پوهیږو افغانان دي په خپل مابین کې پوهیږو که ما له طالب سره جوړه کوله که مې شخړه ورسره کوله زما او د ده خبره ده.»
پوښتنه:
رییس صاحب د انتخاباتو په برخه کې چې د جمهوري ریاست انتخابات راروان دي ستاسو تر ټولو لوی تشویش او مهمه توقع، لویه توقع د دغو انتخاباتو څخه څه ده؟
حامد کرزی:
«ماته د تیرو ریاست جمهوري انتخاباتو تجربه د افغانستان د مردم سالارۍ دپاره ډیره ترخه تجربه وه، ډیره ډیره ترخه تجربه وه، امریکا او د دوی ملګرو هیوادو- دوو درو هیوادو- سخته شدیده او د افغانستان دپاره ډيره خطرناکه او مضره مداخله پکې وکړه ټول مطبوعات یې زموږ د انتخاباتو په خلاف بسیج کړل، رابدنامه یې کړل، په تقلب یې متهم کړل، په څه یې متهم کړل- په څه یې متهم کړل او پر ما یې فشار راوست چې ته معامله وکړه حتی دا یې راته وویل چې افغانستان یو غریب بیچاره هیواد دی ته څه کوې چې په خپل اساسي قانون پسې یې چې دا قانون اساسي نه مني تاسو غریب خلک یاست تاسو قانون څه کوئ نو معاملې ته ځان تیار کړه. جنرال ماریو چې د اروپایي ټولنې له خوا راغلی و دې نظارت ته د انتخاباتو دی ډاکټرصاحب عزیز لودین ته چې هغه وخت زموږ د انتخاباتو د کمسیون مشر و او معزز، محترم، وطندوست افغان دی، دې ته ورغلی و چې تاسو څه کوئ قانون یا انتخابات کرزي ته ووایه چې د خپل بل مقابل سره چې دوهمه رایه اخیستې ده معامله وکړي، جوړه وکړي.

د ولسمشر کرزي ځانگړې مرکه
د ولسمشر کرزي ځانگړې مرکه

ښاغلي کرزي د تیرو ټاکنو په اړوند دا هم وویل:
«.. په دغو انتخاباتو کې او بیا په پارلماني انتخاباتو کې څه پیښ شول چې څرنګه ممانعت وشو او د انتخاباتو په ورځ هغه حملې چې په ځینو ولایاتو کې د افغانستان وشولې، ریاست جمهوري انتخاباتو کې زه په دې پوه یم چې هغه حملې چې د انتخاباتو په ورځ په پکتیا کې وشولې، په کندز کې وشولې، په بغلان کې وشولې، په کندهار کې وشولې، په هلمند کې وشولې د طالبانو حملې نه وې بلکه په دې هدف وشولې چې د دغو ولایاتو خلک انتخاباتو ته لاره پیدا نه کړي زه په دې کې مطمین یم. ... نو هیڅکله به پرې نه ږدم چې راتلونکې ریاست جمهوري انتخابات بیا د هغه حالت سره مخامخ شي چې یا ځیني ولایات محروم شي د برخې څخه او یا انتخابات بدنام شي او دا د امریکا څخه غواړم چون زه پرې پوه یم او دوی پرې پوه دي چې په دې کې د دوی مداخله وه او دا مې ورته ویلي دي په وار وار.»


د جگړې او ترهگرۍ قربانیان:
حامد کرزی:
«مطلق، ټول افغانان قربانیان دي، ما دمخه وویل ټول افغانان قربانیان دي خو پښتانه پکې ډیر قربانیان دي د ټولو مشران شهیدان شوې دي، د ټولو قوماندانان شهیدان شوې دي، د جنوبي سیمې د افغانستان او په پاکستان کې د پښتونخوا خلک ډير شهیدان شوې دي.»

ښاغلي کرزي د جزا د نوي قانون په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې چې په کې غیر اخلاقي او جنسي اعمالو ته د سنگسار سزا ټاکل شوې، وویل: «.. درسته نه ده، د عدلیې وزیر دا رد کړې ده.»
XS
SM
MD
LG