د امریکا د متحدو ایالتونو او د استرالیا حکومتونو د استرالیا په سډنې ښار کې د يکشنبې ورځې (د ډسمبر۱۵) وسلوال برید غندلی او هغه یې د یهودانو ضد عمل بللی دی.
د استرالیایي چارواکو په وینا یوه پلار او زوی د هغه هېواد په سډني ښار کې د یهودانو د رخصتۍ په یوې غونډې ډزې وکړې چې په پایله کې یې لږترلږه ۱۵ کسان ووژل شول. استرالیایي چارواکو دا یو ترهګریز برید بللی.
د استرالیا رسنیو بریدګر ساجد اکرم او د هغه زوی یې نوید نومولي دي. دواړو بریدګرو د سډني ښار د بونډی په ساحل کې د یهودیانو پر یوې ډلې چې د خپل مذهبي جشن هانوکا د لومړۍ شپې د نمانځلو لپاره غونډ شوي وو، برید وکړ. په وژل شویو کسانو کې یو راهب او ۱۱ کلنه نجلۍ هم شامل دي. په برید کې د دوو پولیسو په ګډون، په لسګونه کسان ټپیان شول.
د استرالیا لومړي وزیر، انتوني البانیز، چې دا پېښه یې د یهودانو ضد ترهګریز برید بللی، د دوشنبې په ورځ د خپلې کابینې په غونډې کې وویل چې حکومت به د وسلو د ثبتولو د ملي لارښود کار ګړنډی کړي.
په پېښه کې مشر بریدګر ساجد اکرم ووژل شو او زوی یې ټپي شوی دی.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، چې د یکشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې یې خبرې کولې، د پېښې قربانیانو ته یې د تسلیت او درناوي مراتب وړاندې کړل. ټرمپ هم دا د یهودیانو ضد برید بللی او هغه کس یې "ډېر زړور" وباله چې د برید په شېبه کې یې یو بریدګر بې وسلې کړ او خپله هم ټپي شو.
په یوې ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، ښکاري چې دا کس بریدګر ته نږدې کیږي او ټوپک ورڅخه اخلي. دغه کس احمد الاحمد نومي چې ۴۳کاله عمر لري، له سوریې څخه استرالیا ته کډه شوی او په هغه هېواد کې د مېوې دوکان لري. ویل شوي چې احمد له عملیات څخه روغ وتلی او په ښه کېدو کې دی.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د یکشنبې په ورځ د اېکس په ټولنیزې شبکې کې وویل "په داسې حال کې چې موږ د هانوکا شمعې لګوو او د یهودیانو د قوت درناوی کوو" د ټرمپ حکومت د استرالیا د یهودي ټولنې ترڅنګ ولاړ دی.
روبیو زیاته کړه: "د یهودیت ضد داسې بریدونه باید د ټولو لخوا وغندل شي."
د اسرائیل لمړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، د دې برید په غبرګون کې د استرالیا لمړی وزیر غندلی او په هغه یې تور لګولی چې د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو سره د یهودیت ضد احساسات راپاروي. اسرائیل د فلسطینی دولت سره مخالف دی او ویره لري چې د حماس په څېر ترهګرو ډلو یا د هغو مشرانو له لوري به اداره شي چې د هغو ترهګرو عناصرو لمنځه وړل ردوي چې د اسرائیل د نابودۍ غوښتونکي دي.
نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د حکومت په یوې غونډې کې وویل: "ستا حکومت هېڅ ونکړل چې په استرالیا کې د یهودیت ضد احساساتو د خپرېدو مخه ونیسي. تاسو هېڅ ونکړل چې د هغو سرطاني حجراتو مخه ونیسئ چې ستاسو په هېواد کې دننه خپرېدل. تاسو هېڅ ګام پورته نکړ. تاسو اجازه ورکړه چې مرض خپور شي او پایله یې په یهودانو باندې هغه وحشتناک بریدونه دي چې موږ نن ولیدل."
د دوشنبې په ورځ د استرالیا له لمړي وزیر څخه د دې هېواد په یوې تلویزیونې شبکې کې پوښتنه وشوه چې ایا د نتنیاهو دا خبرې مني چې د فلسطینی دولت موضوع د سډني ښار له ترهګریز برید سره تړاو لري؟ انتوني البانیز وویل: "نه، زه نه منم."
البانیز زیاته کړه: "زما دنده دا ده چې د یهودي ټولنې ملاتړ وتړم، دا باید روښانه کړم چې په دې سخت حالت کې د استرالیا وګړي په لویه کچه د یهودي ټولنې ترڅنګ ولاړ دي."
د استرالیا صدراعظم خبریالانو ته وویل چې د یکشنبې ورځې د وسلوال برید په تړاو تحقیقات د پرمختګ په حال کې دي چې د بریدګرو د کور پلټل هم په کې شامل دي.
په سلګونه کسان د دوشنبې په ورځ د قربانیانو د یاد په مراسمو کې د ګډون په موخه په بوندی ساحل کې راټول شوي وو. په همدې ځای کې سیمه ایز یهودیان هم راټول شوي وو او د هانوکا د دوهمې شپې په مناسبت یې شمعې لګولې وې.
فورم \ دبحث خونه