د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: د کرزي یو وزیر هم کولای شي تړون لاسلیک کړي


په بروکسل کې د ناتو غونډه
په بروکسل کې د ناتو غونډه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري دا خبره د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غوڼډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.

هغه دا هم وویل چې دا تړون باید لاسلیک شي او د ناټو ټول غړي هېوادونه پر وخت ددې د لاسلیک کیدو غوښتونکي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري:
«... دا ضروري نده چې د جمهور رئیس لخوا لاسلیک شي، کیدایشي د دفاغ د وزیر لخوا یا د حکومت د بل چارواکي لخوا لاسلیک شي، خو زه فکر کوم چې دا د پلان جوړولو لپاره ډېر مهم دي.»

ښاغلي کېري زیاته کړه چې امریکا او ناټو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیت د انتقال ملاتړ کوي او افغان امنیتي ځواکونو خپله وړتیا د مشورتي لویې جرگې د امنیت په تامین سره وښودله.

جان کېري پخپلو خبرو کې دا هم زیاته کړه چې له ٢٠١۴ کال وروسته په افغانستان کې د یو شمېر امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو لپاره، دوه اړخیز امنیتي تړون باید لاسلیک شي.

دغه زار د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن وویل چې په افغانستان کې د ناتو ځواکونو شتون د یو اشغالگر ځواک په معنا نه دی.

ښاغلي راسموسن زیاته کړه که چېرې افغانان تر ٢٠١۴ م کال وروسته پخپل هېواد کې د ناټو ځواکونو څخه د مشورې ورکونې، کمک او روزنې په برخه کې مرسته غواړي باید دا کار له ٢٠١۴ کال څخه وړاندې پلان کړي.

راسموسن ووېل، که چېرې افغانستان زموږ څخه د مرستې غوښتنه کوي باید دا غوښتنه له یو قانوني چوکات سره مل وي او دا د افغانستان خوښه ده او موږ پر افغانستان څه نه تحمیلوو.

د یوې پوښتنې په ځواب کې د هالند د بهرنیو چارو وزیر وویل که چېرې دا تړون لاسلیک نشي تر ٢٠١۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د غړو هېوادونو د ماموریت په اړه تعهدونه به له جدي عواقبو سره مخامخ شي.

د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غوڼډه کې د افغانستان په گډون د سوریې او اوکراین په هېوادونو کې د موجوده ستونزو ترڅنگ په ځنو نورو مهمو مسئلو هم خبرې وشوې.

په بلجیم کې د ناتو غونډه
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:38 0:00
XS
SM
MD
LG