د لاس رسي وړ اتصالات

کانگرس:امریکا ولې افغان پوځ ته روسي هلیکوپترې اخیستي


امریکا افغان پوځ ته روسي هلی کوپترې اخلي
امریکا افغان پوځ ته روسي هلی کوپترې اخلي
د امریکا په کانگرس کې په دې بحث وشو چې ولې د امریکا د دفاع وزارت د افغان پوځ د ملاتړ لپاره د امریکایی تولیداتو پر ځای د روسیې څخه د یو ملیارد ډالرو په ارزښت په لسگونه ام آی ١٧ ډوله جنگي هلې کوپترې اخلي.

د امریکا د دفاع وزارت ددې معاملې تړون څه دپاسه دوه کاله مخکې لاسلیک کړی و او اوس د پنتاگون چارواکي د خپلی دې پریکړې څخه دفاع کوي.

د دوه زره لسم کال د یوې سري څیړنې پر بنسټ دوی وایي روسي هلی کوپترې تر ټولو غوره انتخاب دی.

خو د اسوشیتید پرس خبری آژانس ددې څیړنې ځینی برخې ترلاسه کړي چې وایي امریکایي چنوک ډوله هلي کوپترې د هغوي په وینا، «د راتلونکو شلو کلونو دپاره افغان پوځ ته تر ټولو اقتصادي او اغیزمن تمامیدل.»

د روسیې سره دغې معاملې د کانگرس غړي په غصه کړي او د اپریل په میاشت کې د دفاع وزارت پر بودجي باندې په بحث کې یې په یوې استعماعیه غونډه کې چارواکي تر فشار لاندی نیولي وو.

په کانگرس کې د ویرجینیا د ایالت دیموکرات غړی جیمز مورن وایي: « د ملیاردونو هغو ډالرو سره چې مونږ یی پر افغانستان لگوو، ددې مسلې توجیه خورا گرانه ده.»

د دفاع وزارت ددې کار دلیل دا گڼي چې افغانانو له پخوا څخه د روسي هلیکوپترو څخه کار اخیستی او په همدی ډول هلی کوپترو کی روزل شوي دي، پداسې حال کې چې د چنوک هلي کوپترو څخه د کار اخیستنې دپاره یې ځانگړې روزنې ته اړتیا درلوده.

د امریکا د پوځ درستیزوال جنرال مارتین اې دیمپسي:
«مونږ هڅه کوو چې دوی ته څومره چې ممکنې وي وړتیاوې برابرې کړو چې دوی خپل امنیتي مسولیتونه په غاړه واخیستلای شي.»

د پنتگان یو ویاند د ای بي سي خبري شبکې ته ویلي چې « دا به په افغانستان کې زمونږ سمدستي لنډمهاله اړتیاوی پوره کړي.»

د دفاع وزارت وایي تر اوسه پورې یې ٦٣ ام آی ١٧ډوله روسي هلی کوپترې چې د هرې یوې بیه یې اتلس ملیون ډالره ده را نیولي دي.

ددې معاملې وروستي هلي کوپتر به د دوه زره څوارلسم کال په سپتمبر کی افغانستان ته ولیږدول شی.
XS
SM
MD
LG