د لاس رسي وړ اتصالات

اکثریت افغانان غواړي په ټاکنو کې گډون وکړي


د دیموکراسي انترنیشل نړیوالې موسسې یوه تازه سروې څرگندوي چې ٨٥ په سلو کې افغانان غواړي په ټاکنو کې گډون وکړي.

ددې سروې له مخې د افغانستان ٣٣ سلنه خلک پدې باور دي چې هیواد یې سمې لورې ته روان دی.

دا سروې د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې په مالي مرستې د دوه زره پنځه سوه افغانانو سره د هیواد په ٣۴ ولایتونو کې ترسره شوې ده.

دا نظر پوښتنه څرگندوي چې د تیرو پنځلسو کلونو په پرتله یو اتیا سلنه نظر ورکوونکو د اقتصاد د ښه کیدو یادونه کړی ده، ۴٨ سلنه وگړو د امنیت نه شتون خپله ستره ستونزه ښودلې ده.

د نظر پوښتنې نولس سلنه گډون کوونکو ویلي چې اقتصاد یې کمزور دی او اولس سلنه خلکو د بی کارۍ څخه سر ټکولی دی.

پدې نظرپوښتنه کې د ټاکنو پرمهال د امنیت په هکله ویل شوي چې شپږ څلویښت سلنه خلک نه پوهیږی چې په ټاکنو کې به څه پیښ شي، لس سلنه وايي وضعه به ښه وي او اولس سلنه نور بیا وایي چې حالات به په نسبي توگه ښه وي.

په ټاکنو کې د ښځو د گډون په اړه دا سروې یا نظر پوښتنه ښیې چې اویا په سلو کې خلک په ټاکنو کې د ښځو د ونډې د کمښت علت نا امني گڼي. یوپنځوس په سلو کې وایي چې د ښځو د د نه گډون علت به د هغوی لږ پوهاوی وي.

پنځه دیرش په سلو کې وايي چې کورنۍ به یې ښځو ته اجازه ورنکړي، او اته ویشت په سلو کې وایي چې کیدی شي د رایی مرکزونو ته د تلو زمینه ورته نه وي مساعده.
ددی سروې دوه نوي سلنه نظرورکوونکو ویلي چې ښځې حق لري په انتخاباتو کې گډون وکړي او خپل نومونه ورته ثبت کړي.

د افغانستان د ټول ټاکنو اړوند موضوعگانو په هکله یوه نوی سروې
د افغانستان د ټول ټاکنو اړوند موضوعگانو په هکله یوه نوی سروې

د دموکراسي انترنیشل د موسسې رئیسې سلویا شوشنیچی د دوشنبې په ورځ ددې سروې د اعلان په وخت وویل: « ددې نظرپوښتنې هدف د مهمو انتخاباتي مسایلو په هکله لکه په انتخاباتو کې د گډون د لپاره خلکو د میل، له کاندیدانو څخه د خلکو د غوښتنو او د کاندیانو څخه د خلکو د پلوۍ د کچې په هکله رایی ورکوونکو او کاندیدانو ته په وخت د یو لړ معلوماتو برابرول دي.»

د رپوټونو له مخې په دې سروې کې د کاندیدانو د محبوبیت او له هغوی څخه د خلکو د پلوۍ په اړه یو لړ پایلې ځای کړای شوې دي چې د کارپوهانو په اند تر زیاته حده تبلیغاتي او د انتخاباتي کمپاین بڼه لري.

د سیاسي مسایلو یو څیړونکی ډاکتر بکتاش وایي: « دا سرویې د واقعیتونو سره مطابقت نه لري، او زه یو څه شک لرم چې دا به یو شمیر کاندیدانو ته د کمپاین بڼه ولري.»

خو ددې ټولو سره سره د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او امنیتي ارګانونه ډاډ ورکوي چې انتخابات به پر خپل وخت او پرته له کومي نا امنۍ تر سره شي.

په انتخاباتو کې د افغانانو د گډون په هکله یوه نوې سروې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00
XS
SM
MD
LG