د لاس رسي وړ اتصالات

افغان تنکي ځوان لوبغاړي د آسیا اتلولي غواړي


د افغانستان فټبال د چټک پرمختگ په حال کې
د افغانستان فټبال د چټک پرمختگ په حال کې
د افغانستان د فټبال د څوارلسو کلونو تر عمر لاندې لوبغاړو ملي لوبډله د فبرورۍ په میاشت کې ازبکستان ته ځي چې د آسیا د اتلولۍ د لوبو کوربه دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي د څوارلسو کلونو تر عمر لاندې د فوټبال د اتلولۍ سیالۍ په ازبکستان کې د شپاړسو هیوادونو ترمنځ ترسره کیږي، او د افغانستان ملي لوبډله ورته د تیرو پنځو میاشتو راهیسې تیاری نیسي.

د فدراسیون د چارواکو په وینا د څوارلسو کلونو تر عمر لاندې فوټبال لوبډلې د ټاکلو په هدف په کابل کې د دوه دیرشو لوبډلو ترمنځ ټاکنیزې لوبې ترسره شوي دي.

دوی وايي‌ چې له دغو سیالیو څخه یې پنځلس غوره لوبغاړي ملي‌ لوبډلې ته ټاکلي دي.

ددې ټیم د ښې ځلیدا په مقصد د فټبال فدراسیون یو افغان او یو تن برازیلی روزنکی چې خوان مارکوس نومیږي ددې ټیم روزنې ته گمارلي دي چې په مسلکي‌ توګه لوبغاړي وروزي.

بلخوا افغان لوبغاړي وايي چې دوی هره ورځ په عملي‌ او نظري توګه په تمرینونو کې گډون کوي او هیله من دي چې وکړای شي هیواد ته له ویاړنو او ښو پایلو سره راستانه شي.

افغان تنکي ځوان لوبغاړي د آسیا اتلولي غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:12 0:00

د فوټبال فدراسیون دا هم وايي ‌چې اوسنۍ لوبډله دوی په ډیر ځیر سره ټاکلې او هیله من دي چې د آسیا اتلولي وګټي او په لوبو کې ښه وځلیږي.

د یادولو وړ ده چې د دوه زره او دیارلسم کال د اپریل په میاشت کې په نیپال کې د آسیا په مقدماتي سیالیو کې افغانستان وکولای شول چې د شپاړسو هیوادونو ترمنځ دویم مقام خپل کړي.

د آسیا د لومونیو لوبو ‌په یوې سیالۍ کې افغانستان د بوتان هیواد ته څوارلس د صفر په وړاندې ماتې ورکړې وه.

نږدې دوه میاشتې مخکې د افغانستان د څوارلسو کلونو تر عمر لاندې فوټبال لوبډلې وکړای شول چې په نیپال کې د هغو شپاړسو لوبډلو په لیکه کې ودریږي چې په ازبکستان کې ددې جام په وروستیو سیالیو کې به سره لوبې وکړي.

د ورزش او سپورت کارپوهان وایي، د افغانستان د فټبال د ملي لوبډلو وروستني بریالیتوبونه تر ډیره حده پخپله د ‏افغان لوبغاړو او آزادو ورزشي کلپونو د هڅو او زیار نتیجه ده.

دوی وایي البته حکومت هم په دې برخه کې رول لري، خو د دوی په اند پخپله د لوبغاړو مینه او نه ستړې کیدونکې هڅې ټاکونکی نقش لوبوي.
XS
SM
MD
LG