د لاس رسي وړ اتصالات

نامتو شاعر محمد صدیق پسرلی ومړ


ارواښاد محمد صدیق پسرلی
ارواښاد محمد صدیق پسرلی
د پښتو ژبې غزلبول او د مخکښو شاعرانو یو شاعر او لیکوال محمد صدیق پسرلی د ۸۵ کالو په عمرد هند په پلازمینه ډهلي کې تیره شپه وفات شو.

د غزلونو د ګلکڅونو د تلپاتې نوم څښتن ارواښاد محمد صدیق پسرلي د ور پېښې ناورغۍ له امله د ډهلي په یوه روغتون کې چې تر درملنې لاندې وو، د ژوند وروستۍ ساه د تېرې شپې په یوولسو بجو ورکړه.

د ارواښاد پسرلي د کورنۍ د وینا له مخې ټاکل شوې ده چې د ارواښاد پسرلي جنازه نن دوشنبه او یا ښايي سبا کابل ته راوړل شي.

ښاغلي پسرلي د ژوند اوږده برخه د پښتو ژبې د ادب په خدمت کې تېره کړې وه چې د هغه د دغو خدمتونو له امله د دې د ژبې د لیکوالو او شاعرانو له لوري ورته د استاد لقب هم ورکړل شوی وو.

محمد صدیق پسرلی په ۱۳۰۷ هجري لمریز کال کې د غزني په ولایت کې زېږیدلی وو خو وروسته یې بیا کورنۍ کندز ته کډه شوې ده.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په کندز کې کړي دي.

د ژوند د ځوانۍ برخه یې د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې تېره کړې ده.

له کمونستي کودتا وروسته یې افغانستان په ۱۳۵۹ لمریز کال کې پرېښی او کورنۍ سره پاکستان ته کډه شوی دی.

ادبي ژوند

لا چې د تنکي عمر خاوند وو، د کندز د چهار درې شاعرانه چاپیریال د شعر او ادب سره اشنا کړ خو تر ډېره شعر یې په کډوالۍ کې د ژور او جوت فکر او پیغام څښتن شو.

محمد صدیق پسرلی د هندي سبک پلوی لاروی شاعر پېژندل کېده، خو څه چې د هغه په تړاوو ډېر څرګند دي بیا یې هم لاره په شعر کې خپله وه.

د څوارلسمې لمریزې پېړۍ په شپېتمه لسیزه کې یې د سپېدې په نوم مجله راوکښله چې د ۱۳۶۴ لمریز کال تر وروستیو پورې په منظمه توګه چاپېده، په همدې کال کې سپېده له چاپه ولوېده خو په ۱۳۶۶ لمریز کال کې بیاځلې په چاپ وپسولل شوه.

په همدې موده کې محمد صدیق پسرلي د افغان کلتوري ټولنې بنسټ کېښود، تر هغه وروسته د افغان ادبي بهیر بنسټګر شو.

اثار

کوکچه یې لومړنۍ مجموعه وه چې په ۱۳۳۰ لمریز کال کې په بدخشان کې چاپ شوې ده، د یوناني شاعرې بېلټس ترانې هم په نظم ژباړلې دي.

د پاسني په مستعار نوم د ویر، حماسي او نیوکیزو شعرونو ټولګه هم لري.

صدیق پسرلي طنزونه هم لیکلي او د لیوني باد په نوم د طنزونو ټولګه هم چاپ شوې ده.

په لنډه کیسو کې محمد صدیق پسرلي لوی لاس درلود، داسې هم وو او سره غالۍ یې د لنډو کیسو ټولګې دي.

ګیتا انجلۍ په نوم د هندوستان د وتلي شاعر اولیکوال د رابرنات ټیګور منظومه یې هم په پښتو نظم ژباړلې ده.

د نن، پرون او سبا په نوم قصیده یې هم چاپ شوې ده.

ماته شپیلۍ، د نی کوڅه، کوچی ملا په نوم ناول او د لمر کجاوه یې د نظمونو کتابونه دي.

غبرګونونه

شاعر، لیکوال او ژورنالست نذیر احمد سهار د محمد صدیق پسرلي په اړه وايي:

‪"‬پسرلی صیب په خپل شعر کې د یوه جلا سبک شاعر وو، د هغه شعر په یوه پوخ فکر او پیغام ولاړ وو، د هغه په شعر کې ښکلا او معنا دواړه نغښتي وو، هغه یو ځانګړی شخصیت درلود، انسانپالنې فکر یې روزه، له حمید مومند وروسته د پښتو ژبې نازکخیال شاعر پسرلی صاحب وو، هغه پر شعر سربېره نثر هم لیکه، په طنز، لنډه کیسه او ناول کې یې لوړ لاس درلود.‪"‬

د میدان وردګو پخوانی والي حلیم فدایي :

‪"‬استاد صدیق پسرلی د ټولو وو او یوازې کورنۍ ته یې نه بلکې ټول افغان ملت او افغان دولت ته تسلیت وړاندې کوم.‪"‬

اسټرالیا میشتی افغان فرهنګپال عبدالهادي هادي :

‪"‬استاد محمد صدیق پسرلي تر نیمې پېړۍ زیات وخت د پښتو لپاره قلم وچلاوه او پښتو شعر او معیاري نثر ته یې د زړه وینې ورکړې.‪"‬

هالنډ میشتی شاعر نذیر احمد نذیر :

‪"‬د استاد غزل ستوري محمد صدیق پسرلي نوم به د تل لپاره په پښتو ادب کې ژوندی وي.‪"‬

محلي ارګانونو او د پوهنۍ وزارت هم د محمد صدیق پسرلي په مړینه خواشیني ښودلې ده
XS
SM
MD
LG