د افغان خبریالانو د خوندي توب کمېټه وايي، د ۲۰۱۳ کال په وروستیو شپږ میاشتو کې ددغه کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله پنځلس په سلو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې کموالی راغلی دی.
دوی وایي د ۲۰۱۳ کال د جولای له میاشتې نه تر دسمبر پورې یې ٣٥ داسې قضيې ثبتې کړې دي چې پکې خبریالان ګواښل شو دي.
ددغې کمېټې مسؤل الیاس اعلمي خبریالانو ته وویل چې د دوی د څېړنې په اساس دري شپېته په سلو کې خبریالانو ته ګواښنه د افغان دولت او دولتي چارواکو له خوا شوې ده.
دا په داسې حال کې دي چې د ۲۰۱۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان دولت له خوا د خبریالانو تهدید دوه څلوېښت فیصده و.
الیاس اعلمي وویل، ١٧ په سلو کې خبریالان د طالبانو او ١١ په سلو کې د غیر مسؤلو وسلوالو له خوا ګواښل شوي دي.
د حکومتي مقاماتو له خوا د خبریالانو د گواښولو د فیصدۍ د زیاتوالي وجه د مقاماتو سره د هغوی د ورځني او پرله پسې تماس له وجې کیدای شي، په داسې حال کې چې د طالبانو سره د خبریالانو مستقیم تماس ته دومره زمینه نه ده برابر، نو په فیصدۍ کې د توپیر همدا کیدای شي.
دا کمېټه همددا ډول وايي چې پدې وروستیو کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شتون کم شوی او د ښځینه خبریالانو په وړاندې کلتوري محدودیتونه زیات شوي دي.
دوی وايي، افغان رسنیو ته د نړیوالو پام هم کم شوی دی.