د لاس رسي وړ اتصالات

د آب باریک خلک د خپلو مړو په ایستلو ټینگار کوي


د بدخشان د آب باریک مصیبت ځپلې سیمه
د بدخشان د آب باریک مصیبت ځپلې سیمه
د بدخشان د ارگو ولسوالۍ طبعي ناورین ځپلې سیمې ته نړیوالې او کورنۍ مرستې رسیدلي، خو د مړو دقیق شمیر تر اوسه ندی معلوم شوی.

په آب باریک کلي کې د جمعې ورځی د مرگوني ناورین رامنځ ته کیدو وروسته، اوس د ملگرو ملتونو د خیریه مرستو د څانگې دوه چارواکي وایي چې په سیمه کې بی ځای شوي خلک اوږدمهاله مرستو او مصونیتي پلانونو ته اړتیا لري.

د افغانستان حکومت، ولسي خلکو او یو شمیر سیاستوالو هم خپلې مرستې رسولي دي، خو د خوراک نړیوال سازمان وایي اوه سوه کورنیو ته یې بیړني مواد رسولي او توزیع کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د قربانیانوخپل خپلوان بله هیله هم لري او له حکومت نه غواړي چې د پیښې له ځای څخه د مړو په ایستلو کې ورسره کمک وکړي.

حفیظه بي بي د همدې کلي د قرباني کورنۍ یوه غړې ده، هغه وایي « موږ غواړو چې زموږ د مړه شویو خپلوانو مړي و ایستل شي. اوبه او خټې به دا مړي لدې ځایه یوسي. موږ یوازی د حکومت نه غواړو چې مړي وباسي او موږ ته یې وسپاري.»

حکومت اټکل کوي چې ښایي له پنځه سوو نه نیولې تر دوه زره اوه سوو پورې کسان د آب باریک په کلي کې د خاورو تر ډیریو لاندې تلف شوي اوسي. د رپوټونو له مخې تر اوسه د دوه سوه پنځوسو تنو مړي ترلاسه شوي دي.

حاجي اکرم د یوې بلې زیانمنې شوې کورنۍ مشر دی، هغه وایي « زما د فامیل پنځلس تنه شهیدان شوي، هغوئ ټول دلته د خاورو لاندی شوي دي. موږ غواړو چې د دوی مړي وایستل شي. که کوم سیلاب راغی خدازده چې دا مړي به لدې ځایه د سیلاب د اوبو سره چیرته ورسیږي.»

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د خیریه مرستو همغږه کوونکی، مارک باودن پرون دوشنبې د (می په پنځمه نیټه) د سیمې نه لیدنه وکړه او ویې ویل چې په روان کال کې زیات شمیر افغانان د طبیعي پیښو له وجې بې ځایه شوي دي.
مارک باودن زیاته کړه « د یوې لسیزې نه په زیاته موده کې موده کې تر ټولو مرگونی طبیعي ناورین وینو. ددې سربیره چې په دې ځای کې خلک مړه شوي ١٥٠ تنه نور د سیلابونو په وجه مړه دي. مونږ اوس اته شپیته زره بې ځایه شوي خلک لرو.»

ملگري ملتونه او غیر دولتي موسسو، ځنی کمکونه توزیع کړي، خو بی ځای شوي کلیوال شکایت کوي چې د نژدی سیمو خلک د هغوئ حق اخلي.

د می په دویمه د خاورین غره د ښوئیدو له امله شاوخوا څلور زره خلک بی ځای شوو، او ژوندي پاتی کسانو ته خبردارې ورکړل شوی چې د نورو ښوئیدنو د خطر له امله، بیرته خپل کورنو ته ستانه نشي.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د چارو د دفتر په وینا، شاوخوا زر کورنۍ زیانمنې شوي او څه ناڅه دری سوه کورونه مطلق وران شوي دي.

د ملگرو ملتونو د خوراک نړیوال سازمان هم په آب باریک کلي کې زیانمنو شوو خلکو سره د خوراکي او نورو اړینو موادو کمک کړی.
XS
SM
MD
LG