د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان به د لمر او باد نه بریښنا ترلاسه کړي


د لمر د وړانگو نه د بریښنا تولید
د لمر د وړانگو نه د بریښنا تولید
افغانستان یو افغان او جرمني شرکت ته اجازه ورکړې چې د لمر او باد څخه د بریښنا د تولید لپاره نژدې د یونیم میلیار ډالرو پانگونه وکړي.

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت د رسنیو د دفتر سرپرست مسول عبدالاحد میهنیار وايي چې د ورکړل شوي جواز په اساس به دغه شرکت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لمر او باد نه برېښنا تولیدوي او د افغانستان د برېښنا شرکت له لارې به یې خلکو ته رسوي.

د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ښاغلي مهینیار وویل دا کار د افغانستان د پرمختګ او انرژۍ د تر لاسه کولو په برخه کې یو مهم ګام دی چې د هغه په وینا له دې لارې به د ډېرو خلکو ژوند بهتره شي.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې یوه خصوصي شرکت ته د برېښنا په برخه کې د سرمایه گزارۍ اجازه ورکول کېږي.

ښاغلي میهنیار وویل"سمدستي دغه شرکت په هرات کې د کار جواز تر لاسه کړی. او ډیر زر به خپل کار په نورو برخو کې پیل کړي او ولس ته به ېې گټه رسیدل یو څه وخت ونیسي.

بلخوا د افغان او الماني شرکت مسولینو ویلي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به په دې برخه کې شاوخوا یو نیم میلیارد ډالر پانګونه وکړي.

که څه هم په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې یو څه سرمایه گزاري شوې، خو د باد او لمر نه د بریښنا د تولید او یو غیر دولتي ته د دومره زیاتې سرمایه گزارۍ اجازه ورکول ،دا په لومړي ځل شویدي.

د ښاغلي میهن یار سره د امریکا غږ آشنا راډیو مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG