د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو بریدګرو څوارلس پاکستانۍ ملیشې ووژلې


د پاکستان په قبایلي سیمې کې په یوې سرحدي پوستې باندې، په ناڅاپي برید کې څوارلس ملیشه او یوعسکر وژل شوی دي.
د پاکستان په قبایلي سیمې کې په یوې سرحدي پوستې باندې، په ناڅاپي برید کې څوارلس ملیشه او یوعسکر وژل شوی دي.
پاکستاني پوځي چارواکي وايي، په قبائیلي سیمې کې په یوې سرحدي پوستې باندې په ناڅاپي برید کې څوارلس ملیشه او یو عسکر وژل شوی دي.

پوځ وايي یاغیان نن سهار ( مۍ ۳۱) د افغانستان نه په سرحد اوښتي دي.

ددغې حملې د پیل کېدو نه وروسته ،چې د باجوړ په قبایلی علاقی کې وشوه، څو ساعته د ټوپکو ډزې روانې وې، او توپدارې هلیوکوپترې هم کومک ته ولیږل شوې.

حکومتي ویاند وویل، دوه عسکر زخمي شول او کېدی شي چې د مړو شمېر نور هم زیات شي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د کرښې دواړو غاړو کې ستونزې موجودې وې، او یاغیان ددې گډې کرښې نه اوړي او ځانونه پټوي.

دغه برید داسې مهال رامنځ ته کیږي چې پاکستاني طالبانو تازه اعلان وکړ چې په خپلو کې سره په دوو ډلو جلا شوي دي، تراوسه لا ددغه برید مسولیت چا اخیستی نه دی .
XS
SM
MD
LG