د لاس رسي وړ اتصالات

مالیزیا: د الوتکې قصدي ویشتل د"انسانیت خلاف" کار دی


مالیزیایی الوتکه
مالیزیایی الوتکه

د مالیزیا د ترانسپورت وزیر لیوټیون نن د جمعې په ورځ په کواللمپور کې خبریالانو ته وویل دا به د "انسانیت خلاف" کار وي که چېري معلومه شي چې د مالیزیا د هوايي شرکت مساپر وړونکې الوتکه په خیځ اوکراین کې قصدي ویشتل شوی ده. هغه دا کار د بین المللي قانون خلاف عمل وباله.

ده وویل، مالیزیا غواړي چې ددې پیښې بیطرفه تحقیق وشي. په الوتکه کې دوه سوه اته نوي سپرلۍ او د الوتکې عمله وه چې د پنجشنبې په ورځ وویشتل شوه.

ده همدغه راز وویل مالیزیا امستردام ته یوه دوه شپیته کسیزه ډله لیږي چې د تلف شویو کسانو د کورنیو سره د مرستې بندوبست وکړي.

د نړۍ د شاوخوا ملکونو رهبرانو ویلي دي چې د دی ٧٧٧ بوینګ الوتکې د غورځول کېدلو تحقیق دې وشي چې د مړو د وجود ټوټې په پراخه ساحه کې خورې ورې دي.

اکثره مسافرین د هالند خلک وو او زیاتره استرالیا ته روان وو چې په ملبورن کې د ایډز په نړیوال کنفرانس کې گډون وکړي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشی بان کیمون د شفافو ِتحقیقاتو غږ کړیدی.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا به نن عاجله غونډه وکړي چې په دې غم لړلې پیښې وغږیږي. زیاتره وایي چې د اوکراین د بیلتون غوښتونکو بحران ددې الوتکې د ویشتلو سبب شویدی.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال جو بایډن وویل دغه مساپر وړونکې الوتکه پرون د ختیځ اوکراین د پاسه په اسمان کې وچاودېده او دا د تصادف کار نه دی.

XS
SM
MD
LG