د لاس رسي وړ اتصالات

د مالیزیايۍ الوتکې څیړنه نړیوالو کارپوهانو ته سپارل کیږي


اوکراین
اوکراین

اوکراین وړاندیز کړی چې هالند په اوکراین کې د مالیزیاۍ الوتکې د ځیړنې بهیر مشري وکړي. د اوکراین صدراعظم ارسیني یاتڅینوک نن دوشنبې په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ حکومتي چارواکي به لویدیځو دوستانو ته اجازه ورکړي چې، د جولای د ۱۷ مې پیښې څیړنې پرمخ بوزي.

یاتڅینونک وویل، په الوتکه کې د ۲۹۸وژل شویو کسانو ۲۷۲ مړي راایستل شوي دي.د هالنډ څیړونکي د ټوریز ښارګوټي ته نږدې د ټرین په یخچالونو کې مړي ګوري. په الوتکه کې د هالنډ ۱۹۲ تنه اتباع وژل شوي دي.

بل خوا د ملگرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبې ماسپښین کیدای شي د اوکراین په ختیځ کې د مالیزیایۍ الوتکې په ساحه کې د څېړونکو د لاس رسی دپاره په یوه پریکړه لیک راېې ورکړي. د استرالیا صدراعظم توني ابوت د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیره جولي بیشوپ امریکا ته استولې څو د دغه پریکړه لیک هڅې گړندی کړي. په دې الوتکه کې داسترالېا لږ تر لږه ٣٧ اتباع وژل شوي دي.

ښاغلي ابوټ وویل: "د روسي پلوه ېاغېانو جرم د الوتکی په غورزولو کې تقریبا ېقیني دی. هغوي ته د دغې ساحې کنترول په لاس کې ورکول، داسی ښکاری لکه جنایتکارانو ته چې د جرم د ساحی واک ورکړل شي. له همدې امله زه په ټېنگه داسې فکر کوم چې دامهمه ده چې ددغې ساحې د کنترول واک ېومناسب صلاحېت لرونکي مقام ته ورکړل شي."

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین یوځل بیا نن دوشنبې وویل که چیرې په اوکراین کې یوه میاشت مخکې د بیلتون غوښتونکو سره جگړه بیا نه وای پېل شوې نو الوتکه به نه وای غورځول شوې.

ښاغلي پوتین وویل "دا ډول پیښې باید خلک جلا نه بلکې سره یوه موټی کړي. مونږ د ټولو خلکو ځواب ته اړتیا لرو چې د خپلو خلکو او نورو هیوادو خلکو په وړاندې خپل مسولیت په ځای کړي. لازمه ده چې تر وسې پورې هڅه وشي چې د نړیوالو کارپوهانو دپاره د دغې غمیزې په ساحه کې شرایط برابرشی چې په مصون ډول کار ترسره کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د اوکراین په ختیځ کې د مالیزیایۍ الوتکې د پرزولو په هکله د اې بي سي تلویوزیون سره په مرکه کې وویل "مونږ پخپله د دې میزایل د ویشتلو لاره او انځورنه تعقېب کړېده او دا چې څه وخت دا الوتکه د رادار نه ورکه شوېده دا معلومات مو هم ، پیدا کړېدی. مونږ په دې حقیقت هم پوهیږو چې بیلتون غوښتونکو د الوتکې د ویشتلونه سمدستي وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د الوتکې د ویشتلو په برخه کې باټې وهلې."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې بیلتون غوښتونکو د غورځول شوې الوتکې په ساحه کې گرځي او د نړیوالو څیړونکو مخه نیسي او زیاته یې کړه چې روسیه د بیلتون غوښتونکو د اصلي ملاتړکوونکي په توگه د دې غمیزې ډیر مسولیت په غاړه لري.

XS
SM
MD
LG