د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ لوبغاړي د زمبابوې نه ډک لاس ستنیږي


د افغانستان د کرکټ لوبغاړي خپل بری نمانځي
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي خپل بری نمانځي

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم انتظامي مسول یا منیجر شفیق الله عصمت ستانکزی وايي چې د کرکټ بورډ په هلو ځلو په لومړي ځل د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد زمبابوې ته د څلورو یو ورځنیو سیالیو او دوه څلور ورځنیو سیالیو په ترکیب سفر برابر شو.

هغه وايي چې لوبغاړو ددې ستر فرصت نه ښه گټه پورته کړه او څلور یو ورځینیو سیالیو د دوه دوه مساوي ترسره کولو او دوه څلور ورځنیو سیالیو یا ټیسټ لوبو د یو بري سره برابر تمامولو دا وښوده چې دوي د اولې درجې د ټیم په اندازه قابلیت او صلاحیت لري.

نجیب ځدران یو ځل بیا زمبابوې کې خپله وړتیا وښوده
نجیب ځدران یو ځل بیا زمبابوې کې خپله وړتیا وښوده

د زمبابوې د پایتخت هرارې نه د امریکا غږ آشنا راډیو سره په ټیلي فوني مرکه کې شفیق ستانکزي وویل چې دوي د زمبابوې د ملي ټیم سره د یو ورځنیو سیالیو دپاره جلا او د زمبابوې د الف ټیم سره سیالیو دپاره جلا ټیم زمبابوې ته راوسته، چې د کرکټ په دواړو شکلونو کې لوبغاړي ښه وځلیدل.

هغه وویل چې د زمبابوې سره د څلورو یو ورځنیو سالیو نه دوه گټل، د کرکټ نړیوال مبصرین او مهمې سپورتي رسنۍ حیرانې کړیدي او افغانستان ېې د دویمې درجې کرکټ ټیمونو ته د غوره مثال په توگه وړاندې کړی دی.

د کرکټ ملي ټیم کپتان محمد نبي د یو ورځنیو سیالیو د جام سره
د کرکټ ملي ټیم کپتان محمد نبي د یو ورځنیو سیالیو د جام سره

شفیق ستانکزی زیاتوي چې کرکټ بورډ به اوس په دغو سیالیو کې د هر لوبغاړي کارکردگي څیړي او د راتلونکو نړیوالو لوبو دپاره به ورنه یو غوره ټیم انتخاب کړي.

هغه دا هم وویل چې د ځوان او تجربه لرونکو لوبغاړو یو ترکیب به ډیر قوي ټیم ثابت شي.

بلخوا د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پخواني کپتان او د الف ټیم روزونکي رئیس احمد زی وايي چې د زمبابوې د کرکټ ډیر پاخه او تجربه لرونکي لوبغاړي زموږ د ځوان لوبغاړو سره مخامخ شول او په لومړۍ څلور ورځنۍسیالۍ کې ېې په ماتې ورکولو حیران کړل.

هغه وویل دغه بري د ټیم لوبغاړو ته یو مورال ورکړو. داچې په دویمه څلور ورځنۍ سیالۍ کې د ځینو سهوو په اساس برۍ ترلاسه نشو، خو بیا هم په مجموع کې توپ اچونکي او توپ وهونکي ښه وځلیدل.

په دې سیالیو کې د عثمان غني په څیر ځوان لوبغاړي ښه وځیدل
په دې سیالیو کې د عثمان غني په څیر ځوان لوبغاړي ښه وځیدل

رئیس احمدزی وايي چې افغانستان اوس د ښو لوبغاړو یوه ستره قافله لري او د هر ډول او د هر ټیم سره مقابلې دپاره ټیمونو په انتخاب کې به مشکل نه لري.

هغه وویل چې زموږ لوبغاړو چې زمبابوې نه کور ته ستنیږي، نو ډک لاسونه ځي. هم د یو ورځنیو لوبو گټلی جام وړي او هم د زمبابوې نه ښه ډیره تجربه او ښې خاطرې.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:59 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG