د لاس رسي وړ اتصالات

د ایبولا د ویروس نړیواله ویره


د ایبولا اوسنۍ بڼه په تاریخ کې ددې ویروس تر ټولو خطرناکه بڼه بلل شوې ده.
د ایبولا اوسنۍ بڼه په تاریخ کې ددې ویروس تر ټولو خطرناکه بڼه بلل شوې ده.

دا په تاریخ کې ددې ویروس تر ټولو خطرناکه بڼه بلل شوې. دغه ویروس سږ کال تر اوسه سلهاو کسان وژلي دي.

دامریکا جمهور رئیس بارک اوباما او دنړي نور مشران په عین وخت کې چې ددې ویروس د مخنیوي دپاره پر اړینو اقداماتو غورکوي، پدې اړه پرمختگونه او جزییات هم په پوره ځیر څاري.

د ایبولا ویروس د سېره لیون په شان هیوادونو کې په خورا چټکۍ مخ په خپریدو دی. دا هغه ځای دی چې د بی سرحده داکترانو په نامه د خیریه ادارې کارکونکي هم د خپلو کلینیکونو څخه بهر نشي وتلای څو پدې ویروس اخته کسان ولټوي.

د روغتیا نړیواله اداره رپوټ ورکوي چې د ایبولا ویروس تر اوسه پورې یوازې په سېره لیون، لایبیریا او نایجیریا کې زرو ته نږدې کسان له منځه وړي دي.

پدوي کې د روغتیایی چارو کارکونکي هم شامل دي، مثلا په سېره لیون کې د ایبولا سره د مبارزې د څانگې داکتر، شیخ عمر خان.

تر څنگ یی د امریکایي سیلاني پتریک نوم هم پدې لست کې راځي.

ددې قرباني میرمن دیکونتي سویرپدې اړه وایي، "هغه په دې ویروس د خپلې خور له امله اخته شو، ځکه هغې دا ویروس درلود او څو اونۍ مخکې له همدې کبله مړه شوه، خو څوک پرې نه پوهېدل."

د ایبولا ویروس په هکله یو رپوټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه مړینه د تیرې چهارشنبې په ورځ تاییده کړه. د بهرنیو چارو ویانده میري هالف وایي، "مونږ دا تایید وو چې یو امریکایی تبعه په نایجیریا کې په اېبولا مړ شو. هغه پدې ویروس په لایبیریا کې اخته شوی و."

د بهرنیو چارو وزارت د افریقا دغو هیوادونو ته چی د اېبولا ویروس پکې خپورشوېدی د سفر نه کولو توصیه کوي خو سپینه ماڼۍ بیا په الوتکه کې سفر د اوس مهال دپاره خوندی گڼي.

په امریکا کې د مرضؤنو د مخنیوي مرکز وایي دومره اخطارونو ته هم اړتیا نشته. د سی دي سی اداره وایي په امریکا کې د ایبولا د اوسني خپریدونکي ویروس د ډېر خطر نښې نښانې نه لیدل کیږی.

خو د روغتیا کارپوهان وړاندوینه کوي چې ددې ویروس کنترول به هم خورا گران وي. د ایبولا څیړونکی، تامس گایزبرت چې په تکساس کې د طبی روغتون داکتر دی، د سکایپ له لارې د امریکا غږ سره خبرې وکړې.

هغه وایي، "د افریقا په لویدیځه برخه کې ددې ویروس د خپریدا په اړه تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې په جغرافیایی خورا لویه سیمه یعنی څو څو هیوادونو کې دا ویروس په عین وخت کې په چټکی مخ په خپریدو دی چې ورسره د تجربه کارو څیړونکو او متخصصينو د شمیر کموالی هم اندېښنه زیاتوي."

نور نړیوال مشران وايي دوي هم دا حالت په ځیر سره له نږدې څاري او ویره څرگندوي چې دا ویروس ښایي په ټوله نړۍ کې خپور شي.

XS
SM
MD
LG