د لاس رسي وړ اتصالات

خوستیان: د ټاکنو پایلې دې ژر اعلان شي


د خوست قومي مشرانو، ديني عالمانو، د مدني ټولنو غړو او ځوانانو نن د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون غږ کړی، چې د جمهوري رياست د ټاکنو نهايي پايلې ژر تر ژره اعلان کړي.

د خوست د يادې شوې غونډې ګډونوالو د انتخاباتو له خپلواک کمېسيون څخه د ټاکنو د نهايي نتايجو اعلان او دغه راز د اصلاحاتو او همپالنې له ډلې څخه په افغانستان کې تعصباتو ته د لمن نه وهنې غوښتنه وکړه.

مولوي سردار محمد ځدراڼ يو تن ديني عالم دی. هغه وايي: " د ټاکنو پرسر د سياسي ناندريو او د نتايجو نه اعلان پر هرې برخې منفي اغېز کړی او د کارونو په ټپه درېدو له امله خلک له اقتصادي بحران سره مخ شوي."

هغه د انتخاباتو له کمېسيون څخه په ټينګار سره وغوښتل چې " د ټاکنو وروستي نتايج ژر اعلان او په هېواد کې د اوسني کړکېچن وضعيت د پای ته رسېدو لپاره نوی جمهور رئيس ولس ته ور وپېژني."

مولوي سردار زياته کړه: "موږ د ټاکنو له کمېسيون څخه په ټينګه غواړو، چې په راتلونکو څو ورځو کې د ټاکنو نتايج اعلان او نوی ولسمشر افغانانو ته ور وپېژني".

دغه راز مولوي محمد سردار ځدراڼ او ځينو قومي مشرانو د افغانانو تر منځ د يو شمېر بهرنيو استخباراتي کړيو له لوري د نفاق د مخنيوي لپاره له حکومت څخه د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

قومي مشر رسول محمد تڼي د ډاکټر عبدالله د پلويانو له لوري نارنجي مدني حرکتونو ته په اشارې سره وويل، چې افغانان دې په خپل هېواد کې نژادي او سمتي تعصباتو ته د لمن وهنې او د تشنج رامنځته کولو مخنيوی وکړي.

هغه په دې اړه داسې وايي: "د ټاکنيزو ډلو په منځ کې داسې اشخاص موجود دي، چې په لوی لاس په هېواد کې تاوتریخوالي ته لمن وهي او له دې لارې غواړي، چې خپلو شخصي موخو ته ورسېږي. موږ به دوی ته هيڅکله هم اجازه ورنکړو".

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی همایون وايي، چې اوس خلک د خپلو حقونو په تر لاسه کولو ښه پوهېږي او د سر په قيمت به له خپلو رايو دفاع وکړي. هغه د اصلاحاتو او همپالنې پر ډلې د ملي يووالي د حکومت د جوړولو غږ وکړ.

د يادې شوې غونډې ګډونوالو ګواښ وکړ، چې که د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د ټاکنو نهايي پايلې ژر اعلان نه کړي او يا د کانديدانو ترمنځ د خلکو پر رايو معامله وشي، نو پراخې اعتراضيه مظاهرې به وکړي.

د يادونې وړ ده، چې سپينې ماڼۍ هم يو ځل بيا د جمهوري رياست له دواړو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله څخه غوښتنه کړې، چې د ملي يووالي حکومت جوړلو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

همدارنګه سپينې ماڼۍ له افغانستان سره د امنيتي تړون د يادونې تر څنګ ويلي، چې امريکا د دغه تړون لاسليک ته اړتيا لري او نوی جمهور رئيس به يې د بريا په صورت کې پرته له ځنډه لاسليک کړي.

XS
SM
MD
LG