د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې نن منځمهاله انتخابات کیږي


په امریکا کې کښې نن د کانګریس منځمهاله انتخابات کیږي چې ښایي د ولسمشر براک اوباما د حکومت د وروستیو دوه کالونو بڼه به بدله کړي. داسې اټکل کیږي چې د جمهوري غوښتونکو ګوند به نه یوازې د ولسي جرګې بلکه د مشرانو د جرګې اکثریت څوکۍ وګټي.

د سه شنبې د ورځې په انتخاباتو کې د ولسي جرګې د ټولو ۴٣٥ څوکیو، د مشرانو جرګې د سلو څوکیو څخه د 36 څوکیو او د پنځوسو ایالتونو د والیانو د ټاکلو لپاره رایه ګیري کیږي.

کارپوهان پدې باور دي چې ښایي د جمهوري غوښتونکو ګوند به د ولسي جرګې زیاتې څوکۍ وګټي چې اوس هم هغوي پکې اکثریت دي او داسې امکان شته چې یو ځل بیا به هغوي د مشرانو په جرګې کې هم اکثریت څوکۍ وګټي چې اوس د ولسمشر براک اوباما دیموکرات ګوند پکې اکثریت دی.

که چیرته د جمهوري غوښتونکو ګوند پدې انتخاباتو کې د مشرانو جرګې لپاره یوازې اته څوکۍ وګټي نو هغوي به پدې جرګې کې اکثریت څوکۍ ولري.

د نظریو د معلومولو د سروېګانو نه داسې معلوميږي چې خلک د ولسمشر براک اوباما نه خوښ ندي. د ګالوپ د ادارې یو غړی چې د خلکو نظرونه یې د انتخاباتو په اړه راټول کړیدي، پدې اړه داسې وایي " یو شمیر مسلې شته دي چې امریکایان یې په اړه اندیښنه لري خو اقتصا او د کار روزګار مسله بیا خلکو ته د ټولو نه زیات اهمیت لري. "

د منځنۍ دورې انتخابات د ولسمشر براک اوباما د حکومت لپاره ډیر مهم دي، هغه د خپلو دیموکراتانو نه غوښتي دي چې د کارپوهانو بې خونده وړاند وینو پراوه دې نکوي او خپلې رایې دې ورکړي.

ښاغلی اوباما وایي " بدګومانۍ هیڅکله هم خلک تر سپوږمۍ ندي رسولي، نه یې کومه جګړه پای ته رسولې، نه یې د کومې ناروغۍ لپاره درملنه پیدا کړې، نه یې د خلکو لپاره کار روزګار پیدا کړی، نه یې ځوانو فکرونو ته لاره چاره ښودلې. دا مازې یو انتخاب دی خو هیله مندي د هغې نه بهتر انتخاب دی. "

خو رپوټ وایي تاریخ ته په کتو سره ولسمشر براک اوباما باید زیاتې هلې ځلې وکړي ځکه اکثره وخت په امریکا کې ولسمشرانو پخپلې دویمې دورې کې په کانګریس کې څوکۍ بایللي دي او دا چې خلک هم د ښاغلي اوباما نه چندانې خوښ نه ښکاري، ښایي چې په ټول هیواد کې به د دیموکرات د ګوند کاندیدان د غټو ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

بل پلو د جمهوري غوښتونکو ګوند غړي بیا یو څه اندزاه خوشبینه ښکاري چې ښایي د مشرانو په جرګې کې به اکثریت هغوي وګټي. د ملي جرګه ګۍ پخوانی مشر مایک ډنکن همداسې نظر لري " دا ډول انتخاباتي سیالۍ، په ځانګړي ډول د مشرانو د جرګۍ انتخاباتي سیالۍ ډیرې محلي دي. مونږ دا ځل ښه کاندیدان هم لرو نو په همدې خاطر زه فکر کوم چې زمونږ چانس ښه دی خو بیا هم انتخابات لا پاتې دي او مونږ باید هر څه جدي ونیسو. "

ښاغلی ډنکن وایي جمهوري غوښتونکي دا ځل کوښښ کوي چې دغو انتخاباتو ته د ولسمشر براک اوباما او د هغه د پالیسیو په اړه د عمومي انتخاباتو یا ریفرینډم بڼه ورکړي.

پپه منځمهاله انتخاباتو کې اکثره وخت خلک کورنیو مسایلو ته ډیر پام کوي خو دا ځل د ډیر شمیر امریکایانو پام په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت د ډلې پراخه کیدو او همدارنګه په لویدیځې افریقا کې د ایبولا ناروغۍ سره مبارزې ته اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG