د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د سنا او ولسمشر اړیکې به څنګه وي؟


سناتور میچ مکانل به د سنا د اکثریت ګوند مشر وټاکل شي
سناتور میچ مکانل به د سنا د اکثریت ګوند مشر وټاکل شي

په هغه انتخاباتو کې چې تیره اونۍ په امریکا کې وشول، جمهوري غوښتونکو د امریکا د کانګرس په دواړو خونو کې اکثریت وګاټه.

د امریکا د سنا په مجلس کې چې مخکې دیموکراتانو پکښې اکثریت درلود اوس به جمهوري غوښتونکي پکښې اکثریت ولري.

د سنا د جمهوری غوښتونکو مشر مېچ مکانل به د سنا د اکثریت ګوند مشر شي.

د سنا په مجلس کې د اکثریت ګوند د مشر په توګه به سناتور مکانل نصمیم نیسي چې سنا په کومې لایحې باندې کار وکړي.

یو شمیر لایحې به د سنا د جرګګیو لخوا تصویب شي خو د سنا د ټولو جرګګیو مشران به هم جمهوري غوښتونکي وي.

د سنا د مجلس د بهرنیو اړیکو د جرګګۍ مشري به سناتور بار کورکر وکړي.

سناتور کورکر د اسلامي دولت د ډلې د وسله والو په خلاف د اوباما د ادارې د پلان د منتقدینو نه دی.

د روان عیسوي کال په پیل کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري سنا ته غوښتل شوی و، سناتور کورکر ډیرې تندې خبرې وکړي.

سناتور کورکر وویل چې «ته زموږ نه دا غواړي چې داسې شی تایید کړو چې موږ پوهیږو چې بې مانا دی. حتا دغه جدي نه معلومیږي.»

تمه ده چې جمهوري غوښتونکی سناتور جان مکېن به د سنا د وسله والو خدماتو د جرګګۍ د مشر په توګه وټاکل شي.

سناتور مکېن د ۲۰۰۸ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشر اوباما سیال و.

سناتور مکېن غواړي امریکا د نړیوالو بحرانونو په ارتباط قوي دریځ ولري.

د یوکراین د بحران په اړه، سناتور مکېن فکر کوي چې امریکا باید ډیر رول ولوبوي.

سناتور مکین د روسیې د مداخلې په اړه ویلي دي چې «اوسنی ولسمشر [اوباما] ولادمیر پوتین نه پیژني. دی د پوتین په جاطلبۍ خبر نه دی. هغه نه دی خبر چې پوتین د KGB پخوانی ډګروال دی چې غواړي د روسیې امپراطوري بیرته جوړه کړي.»

دا درسته ده چې جمهوري غوښتونکي به مقننه قوه په لاس کې ولري خو بیا به هم ولسمشر اوباما د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ واک په لاس کې ولري او د امریکا د پوځ عالی سرقوماندان به وي.

د بودیجې تصویب

خو داسې نورې ساحې شته چې جمهوري غوښتونکي به پکښې ډیر قدرت ولري. په دغو ساحو کې یوه یې هم د بودیجې تصویبول دي.

د امریکا په سیاسي سیستم کې یوازې کانګرس دا اختیار لري چې فدرالي ادارو بودیجه تصویب کړي.

د سنا د بودیجې د جرګګۍ نوی مشر به جېف سیشنز وي. هغه په مالې برخې کې د یو محافظه کار په توګه معرفي کیږي.

جېف سیشنز د لګښتونو په برخې کې د لومړیتوبونو په ټاکلو کې څو ځلي د ولسمشر اوباما د پلانونو سره مخالفت کړی دی.

د مثال په ډول سناتور سیشنز د بې کارۍ د مسودې په اړه د خبرو پهمهال وویل چې «د بې کارۍ مسوده چې نن ورځ زموږ مخې ته پرته ده هیڅ پکښې نه دې ویل شوي چې لګښتونه دې کم شي.»

د نوماندانو تایید

د سنا د مجلس جمهوري غوښتونکي به د دې صلاحیت ولري چې د فدرالي حکومت د یو شمیر څوکیو لپاره د ولسمشر اوباما لخوا نومول شوي کسان یا خو تایید او یا هم رد کړي.

په دغو څوکیو کې د ځنیو ادارو د مشرانو څوکۍ، سفیران او قاضیان هم شامل دي.

تمه ده چې جمهوري غوښتونکی سناتور چک ګراسلي به د سنا د مجلس د قضا د جرګګۍ مشر شي.

سناتور ګراسلي څو ځلي د اوباما لخوا د نومولو شوو قاضیانو خلاف رایه ورکړې ده. هغه په قاضیانو تور لګولی و چې [سیاسي] فعالیت یې کاوه.

سناتور ګراسلي ویلي دي چې «قاضیان څخه غوښتل شوي چې حقایقو ته په کتو سره دې د قانون په اساس تصامیم ونیسي. قاضیان باید چې فیصله وکړي او باید چې سیاسي اهداف و نه لري، دا ځکه چې دوی خو د سیاسي څوکیو لپاره نه دریږي.»

د اوباما پاته دوه کلونه

د ویرجینیا د پوهنتون د سیاسي چارو کارپوه لاري سباتو وايي چې جمهوري غوښتونکي به د دواړو خونو کنترول په لاس کې واخلي خو د اوباما د ادارې په مهال، چې دوه کاله یې پاته دي، د جمهوري غوښتونکو صلاحیتونه به محدود وي.

د سیاسي چارو کارپوه لاري سباتو وویل چې «زه به دغه د ولسمشر اوباما د [کارونو] د څارولو حکم وبولم. [خو] په راتلونکو دوو کلنو کې ډیر څه نه شته چې دوی دې ورباندې تصامیم ونیسي.»

دیموکراتان به د روان کال تر پایه د سنا په مجلس کې اکثریت ولري.

تمه ده چې د دې نه مخکې چې جمهوري غوښتونکي د جنوري په میاشتې کې د سنا د اکثریت ګوند په توګه خپل کار پیل کړي، دیموکراتان به د ولسمشر اوباما لخوا د یو شمیر څوکیو لپاره نومول شوي کسان تایید کړي

XS
SM
MD
LG