د لاس رسي وړ اتصالات

غني: ناټو سره زمونږ د همکارۍ نوی فصل پیل کیږي


ولسمشر محمد اشرف غني او د اجرایه رئیس عبدالله عبدالله پرون د دوشنبې په ورځ په بلجیم کې د ناټو عمومي قوماندانۍ ته ورغلل چې د دغه تړون د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کې برخه واخلي.

په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت یوه میاشت وروسته پای ته رسیږي اوافغان مشران به پدې غونډې کې د ناټو سره د خپل هیواد د اړیکو نوی فصل په رسمي ډول پیل کړي.

د ناټو عمومي منشي جینز سټولټنبرګ ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله ته د بروکسلز په ښار کې د ناټو په عمومي قوماندانۍ کې هر کلی ووایه. افغان مشران به نن د سه شبنې په ورځ د ناټو د غړیو هیوادونو د اته ویشتو بهرنیو چارو وزیرانو او دشاوخوا لسونورو هیوادنو د جګپوړه چارواکو سره وګوري چې افغانستان ته یې عسکر استولي دي.

یوه میاشت وروسته به افغان امنیتي ځواکونه د ټول افغانستان د امنیت ساتنې او د وسله والو مخالفینو سره د جګړې مسؤلیت په غاړه ولري، د ناټو ځواکونه به هغوي روزي او سلا مشورې به ورته ورکوي.

د 2014 کال نه وروسته، په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د پاتې کیدو د څرګنوالي لپاره، ولسمشر اشرف غني د همدې تیرې یکشنبې په ورځ د ناټو او امریکا سره تړونونه لاسلیک کړل.

د ناټو عمومي منشي ښاغلي سټول ټنبرګ ددغو تړونونو په اړه داسې وویل:

" اوس مونږ په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت لپاره یو تړون لرو چې مونږ ورته اړتیا درلوده. د دې تړون له مخې به مونږ افغان امنیتي ځواکونه روزو، سلا مشورې به ورته ورکوو او همکاري به ورسره کوو. "

د ناټو عمومي منشي دا مني چې په افغانستان کې به د تشدد پیښې زیاتي شي خو تر څنګ یې دا هم وایي چې دناټو د ځواکونو په ملاتړ به افغان امنیتي ځواکونه دا توان ولري چې د هیواد امنیت پخپلو مټو وساتي.

په عین حال کې ولسمشر غني د ناټو د همکاريو څخه مننه وکړه او د دې تړون هغو په زرګونو عسکرو ته یې د درناوي مراتب وړاندې کړل چې په افغانستان کې په جګړې کې وژل شوي او یا ټپیان شویدي.

ښاغلي غني وویل: د ناټو سره زمونږ همکاري د یوې دردناکې او غمجنې پیښې په خاطر پیل شوه، خو دا همکاري د قربانیو او سرښندونو له وجې مضبوطې شوه او دا دی اوس زمونږ د همکاریو نوی فصل شروع کیږي.

" افغانستان پدې هلو ځلو کې په لومړي قطار کې ولاړ دی، خو دې هلو ځلو نتیجه ورکړیده او پدې هلو ځلو کې د ناټو همکاریو او ژمنو هم نتیجه ورکړیده او نتیجه دا ده چې اوس اروپا او شمالي امریکا یو مصؤن او محفوظ ځای دی. "

په عین حال کې ډاکټر عبدالله عبدالله چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې ونشو کړای د اشرف غنی نه زیاتې رایې وګټي،او اوس د ملي یووالي د حکومت اجرایه رئیس دی، د ملي یووالي حکومت او ناټو د همکاریو په اړه داسې وویل:

" د ملي یووالي د حکومت همکاري به نه یوازې په افغانستان بلکه په سیمې کې د نړۍ د سولې او ثبات لپاره د بدلون فضا رامنځته کړي او دا همکاري به د تصور نه زیاته وي. "

تمه کیږي چې د ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به نن په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو نوی ماموریت په رسمي ډول منظور کړي.

XS
SM
MD
LG