د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي محکمه: حماس د تروریستي ډلو د لست نه وباسئ


حماس د محکمې پریکړه ستایلې خو اسرائیل وايي تمه لري چې اروپايي اتحادیه به بیرته حماس د تروریستي ډلو په لست کې شامل کړي
حماس د محکمې پریکړه ستایلې خو اسرائیل وايي تمه لري چې اروپايي اتحادیه به بیرته حماس د تروریستي ډلو په لست کې شامل کړي

د اروپا یوې محکمې حکم وکړ چې د حماس ‌ډله باید د اروپايي اتحادیې د تروریستي ډلو د لست نه وایستل شي.

د اروپایي اتحادیې عمومي محکمې ویلي دي چې اروپایي اتحادیې د هغو اطلاعاتو له مخي چې د مطبوعاتو او انټرنیټ نه یې ترلاسه کړي وو په غیر مناسبه توگه د حماس ډله په دې لست کې شامله کړې وه.

دغي محکمې دا پریکړه هم وکړه چې د اروپایي اتحاد له خوا د حماس د ملکیتونو او شتمنیو قیدول به تر درو میاشتو پوري یا تر هغه وخت پوري دوام ولري چې د استیناف محکمې په دې اړه فیصلې کوي.

د حماس د مشر مرستیال موسی ابو مرزوق دا پریکړه ستایلې ده.

ښاغلي مرزوق وویل چې «دغه تصمیم د اروپايي اتحادیې د تاریخي اشتباه اصلاح کول دي. حماس د مقاومت تحریک دی او د ټولو نړیوالو قوانینو او د اشغال خلاف د معیارونو په اساس، طبعي حق لري.»

د اسرائیلو صدراعظم بنیامېن نتنیاهو حماس « یو قاتلانه تروریستي سازمان» بللی چې هدف یې د اسرائیلو د تباه کولو دي.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پاول هرشیسن ویلي دي چې اسرائیل تمه لري چې اروپايي اتحادیه به د حماس ډله بیرته په لست کې شامله کړې.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې «زه فکر کوم چې اروپایانو ته خپلې محکمې درې میاشتې وخت ورکړی دی چې خپل غلطۍ سمې کړي. موږ باور لرو چې اروپایان او په نړیواله ټولنه کې ډیر نور هیوادونه زموږ سره موافق دي چې حماس یو تروریستي ډله ده.»

د چهارشنبې د ورځې پړیکړه په داسې وخت کې وشوه چې د اروپا پارلمان په بشپړ اکثریت سره هغه مسوده تصویب کړه چې د فلسطین د دولت ملاتړ کوي.

په مسودې کې چې قانوني حیثیت نه لري ویل شوي دي چې د اروپا پارلمان په اصولو کې د فلسطیني دولت د په رسمیت پیژندلو ملاتړ کوي او د دوو هیوادونو د جوړیدو د نظر ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG